فکري خونې او تېنکټانک سکتور د هېوادونو تر منځ د نظرونو تبادلې، همکاریو او ټولمنلې پالیسي جوړونې ته زمینه مساعدوي. فکري انسټیټونونه د مهمو کنفرانسونه او خبرو کوربتوب کوي او د هېواد، سیمې او همفکرې نړۍ مشران، سیاسي رهبران، د نظر خاوندان، پالیسي جوړونکي او اغیزمن شخصیتونه را یو ځای کوي او د گډو ستونزو او ننگونو او د هېوادونو د بهرني سیاست او گډو مسئلو په اړه لیدلوري شریکوي او حللارې وړاندېزوي. د څلورو خواو گاونډیانو او د نېږدي-لیري هېوادونو سره د همکاریو او گډو بحثونو د مدیریت، گټو، فرصتونو، ملگرتیا او تهدیدنو راتلونکی ترسیموي. د هند دولت په ډراماتیک ډول پر فکري خونو پانگونه زیاته کړې ده او د بهرنۍ پالیسي د تحلیل، جوړولو او د هندي لرلید، گټو او هیلو د ترلاسه کولو لپاره پر دوی زیاته تکیه کوي. په نوي ډیلي کې د رئیسینا خبرې (Raisina Dialogue) په څير گفتمانونه ددې هڅې یوه بېلگه ده چې هر کال د افغانستان په گډون د ټولې سیمې او همفکره نړۍ د رهبرانو، اغیزمنو سیاستوالو، پالیسي جوړونکو، سوداگرۍ، میډیا او مدني ټولنو په رایوځای کولو، گڼاړخیز کنفرانسونه په لاره اچوي او له دې لارې هڅه کوي په سیمه کې د هندي لرلید، زیاتیدونکو گټو او ځواک هیلو ته ځان نېږدي کړای شي.
له بدمرغه، د افغانستان بهرنی سیاست او ډیيلوماتیکه دستگاه د تمې پر خلاف نړیدلې او بېکاره شوې ده. د بشري ظرفیت د نشتون تر څنگ د فساد او ناوړې گټې اخستنې ښکار شوې ده. د افغانستان د دولت د یوې مهمې برخې په توگه د دولت د بهرني سیاست د تحلیل، وړاندوینې او پلي کولو وړتیا نه لري. د افغانستان بهرنۍ پالیسي جوړونکې برخه تر بل هر وخت زیانمنه شوې ده او د ډیپلوماتیک ځواک او پرستیژ تر ټولو ټیټه او نامسلکي مرحله تجربه کوي. د افغانستان د بهرني سیاست د تحلیل، ترسیم او نقشه جوړولو یوه جدي او خورا جوته تشه د فکري بنسټونو(Think Tanks Sector) نشتون دی.
په دې لېکنه کې د هند د بهرني سیاست فکري سکتور څخه چې؛ د گڼ-اړخیزو خبرو اترو له لارې د د کابینې د غړو، وزیرانو، دولتي چارواکو او خصوصي سکتور اجرائيه مشرانو، سوداگرو، رسنیو او اکاډمیکې برخې څخه متخصصین، تیوریسنان او پالیسي جوړونکي له ځان سره لري، د افغانستان د بهرني سیاست د فلج سکتور لپاره د یو ایډیال په توگه، کتنه شوې ده.
د پالیسۍ نښلتیا
د پراخ رول او ځانگړو اړیکو له امله، د هند د بهرني سیاست یو گڼشمېر فکري بنسټونه د ملي او نړیوالو نندارو په مهمو لوبغاړو بدل شوي دي. په هرصورت، کله چې د څیړنې کیفیت، ترسره شوي رولونه او له دولت سره اړیکې تر کتنې لاندې نیسو، وینو چې د هند د بهرني سیاست په فکري خونو کې د محتوا له اړخه د پام وړ توپیر شتون لري. د افغانستان او نورې نړۍ پالیسي جوړونکي او ددې مرکزونو نور شریکان که غواړي ددې سازمانونو سره په خورا فعاله او مؤثره توگه ښکیل شي، اړ دي چې د هغوی د بدلیدونکو څیرو له تنوع څخه خبر واوسي.
د هندي فکري بنسټونو تیوریکي اډانه
په هند کې د بهرنۍ پالیسۍ فکري خونې له ۲۰۰۹ وروسته په عام ډگر کې د باندنیو چارو وزارت د مالي سرچینو او مالوماتو ته د لاسرسي په گډون د محتوا او بیخبینا له ملاتړ وروسته تر پخوا زیات فعالې او څرگندې شوې دي. د نویو تېنکټانکونو لیدلوری په لوی چوکاټ کې د دولت له لیدلوري سره په تعامل کې دی. مهمه لا دا چې نوموړي فکري بنسټونه د خبرو اترو او ډیالوک شبکو ته د یو پراخ پلټفورم په اډانه کې د لوړې کچې نړیوال کنفرانسونه، دوه اړخیزو او څو اړخیزو تبادلو او د تړلو-دروازو شبکوي ناستو ته ورځ تر بلې پراخوالی ورکوي.
په هند کې د بهرنۍ پالیسۍ د فکري بنسټونو اوسنۍ وده په لویه کچه کې په دوو متفاوتو موډلونو پورې اړه لري؛ لومړۍ گروپ هغه بنسټونه دي چې د هند د سوداگرۍ سکتور او یا بهرنیو تېنکټانکونو سره؛ چې معمولا لیبرال نړۍ لید ته وده ورکوي، نېږدي اړیکې لري. دوهم گروپ هغه فکري خونې دي چې په ایډیالوژیکو او فکري ریښو کې د حاکم گوند بھارتیا جناتا (BJP) څخه خړوبېږي، دې ډلې په بهرني سیاست کې ملتپالې ایډیالوژۍ ته لاره هواره کړې ده او د گوندي اړیکو له لارې یې د اوسني حکومت په پریکړو کې د پام وړ نفوذ کړي دي.
د ۲۰۱۴ راهیسې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ هند کې، بهرنۍ پالیسي جوړونې د تکامل خورا لوی پړاو وهلی دی او د بهرني سیاست دوکتورینو په اړه تر بل هر وخت زیات بحثونه شوي دي. په ښکاره ډول داسې پراډوکس ښکاري چې هند د بهرني سیاست په پریکړې نیولو کې مرکزیت لري خو په ورته وخت کې یې د بهرني سیاست تېنک ټانکونه هم تر بل هر وخت زیات تمویل او په پښو درولي دي . هند کې دودیزه ډیپلوماسي کرار کرار څنډې ته کېږي او له هند څخه د نړیوالې زیاتیدونکې تقاضا په نظر کې نیولو سره د هند د تېنک ټانک سکتور لرلید او ځیرتیا په خورا ډراماتیک ډول پراخه شوې او تازه شوې ده. موږ ته چې د ستراتیژیکو همکاریو شریکان یو د هندوستان د بهرني سیاست د فکري خونو ارزونه دا وخت ډېره مهمه او گټوره تمامېږي.
د آسیا په کچه د ورته سازمانونو د وروستۍ ودې د یوې برخې په توگه، په هندوستان کې د فکري خونو شمیر د ۲۰۰۸ له ۱۲۱ څخه په ۲۰۱۷ کې ۴۴۴ «درې برابره» ته زیات شوی دی. د مکگن او د هغه همکارانو لخوا د راټول شویو مالوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۷ کې هندوستان تر متحده ایالاتو (۱۸۷۲) او چین وروسته (۵۱۲) وروسته درېیم هېواد وو چې لوی شمېر فکري بنسټونه لري. د هندي فکري خونو پراخیدونکې څپه په اروپا او امریکا کې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰یمو کلنو د فکري بنسټونو د پراختیا سره مستقیمه اړیکه لري. په بهرنۍ تگلاره متمرکزو فکري خونو شمېر د هندي تېنک ټانکونو تر منځ د پام وړ لوړ شوی دی او د منزوي شوی سیاسي لوبغاړي په توگه د دوی مخکنی حاشیوي انځور اوس په خورا هېښوونکي توگه د هندي ډیپلوماسۍ د یوه ځمکني واقعیت په حیث د محاسبې وړ گرځیدلی دی. که څه هم موږ اړتیا لرو چې د ايډیالوژیکو او میتودولوژیکو ستونزو له امله په احتیاط سره ددې تېنک ټانکونو درجهبندۍ ته نظر وکړو، مگر له دې سترگې نه شي پټیدلای چې یو شمېر هندي فکري خونې د آسیا او نړۍ په کچه په نسبتا لوړه درجه کې راغلې دي چې د هند د نړیوالې څرگندتیا ښودونه کوي. د بېلگې په توگه، د مکگن د ۲۰۱۸ د وروستي راپور پر بنسټ د هند دفاعي مطالعاتو او تحلیلونو انستیتیوت (The Institute for Defence Studies and Analyses – IDSA) د نړۍ په کچه د غیر امریکايي تېنک ټانکونو په مینځ کې ۲۸م او د څار څیړندوی بنسټ Observer Research Foundation (ORF) ۳۵م ځای خپل کړی دی.
په هند کې د "بهرنۍ پالیسۍ فکري خونې" اصطلاح پر نړیوالو چارو او یا دفاعي او امنیتي مسئلو تمرکز کوي. د "فکري خونې" مفهوم مبهم او گڼ-اړخیز دی او بېلابېل پېژاند درلودلای شي. د کالنر په آند فکري خونې "داسې سازمانونه دي چې اصلي دنده یې د عامه پالیسیو رامنځته کول، خپرول یا اغیزمنول ده (او په ځینو مواردو کې شراکتي چارې هم مخته وړي) او د څیړنې او تحلیل پر اساس د کور دننه او یا اړوندو او متعلقو کارکوونکو او متخصصینو لخوا چمتو شوي دي." څیړونکو د څیړنیز بنسټ او فکري خونو بېلابېلو متمایزو ډولونو؛ د گوند او خپلواکې فکري خونې؛ عامه تمول فکري خونې ، شخصي تمویل فکري خونې او د گټې یا کاروبار فکري خونې، ته متوجه دي. دا ډول توپیرونه روښانه کوي چې د فکري اطاقونو د تفکر د اډانې او د هغوی د تمویلي سرچینو تر منځ اړیکې کلیدي معیارونه دي. په حقیقت کې، دا یادونه کول مهمه ده چې فکري خونې د هغوی د عامه اهدافو سره سره چې نشروي یې، داسې سازمانونه دي د ځانگړو ډلو او د تمویل د ځانگړو سرچینو لخوا اداره کېږي.
په پایله کې، که څه هم هندي فکري اطاقونه د سیاسي قدرت او تیورۍ تر منځ د پلونو په توگه کارول کېږي، اما د منطقي شواهدو له مخې نوموړې خونې د "تیوري/قدرت د اړیکې په دوه لارې کې" دي او ډېر امکان داسې دی چې د سیاسی او سوداگریزو نخبه گانو د گټو لپاره خدمت کوي. د هند د بهرني سیاست د فکري خونو د تحول او تنوع درک کول زموږ سره مرسته کولی شي چې د هند په بهرني سیاست کې د رجحاناتو او تمایلاتو ارزونه وکړای شوو او په نوي ډهلي کې (راپورته کیدونکي) سیاسي تحرکات وپیژندلای شو. ددې لیکنې په بهیر کې موږ د بهرني سیاست د نویو راټوکیدلو فکري خونو پیژندنه وړاندې کوو او دا ارزیابي کوو چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د زړو فکري سازمانونو څخه نوي هغه څنگه متمایز کولی شو. دا روښانه کوو چې نوموړي سازمانونه څنگه د برخه اخیستونکو سره په اړیکو کې دي، په ځانگړي توگه د هند د حکومت نقش او دوی ته اړوند ورکړل شوي رولونه څه ډول دي او ورپسې پر دې خبرې ولرو چې نوموړي فکري اطاقونه په کورني او بهرني سیاست کې څه ډول دریځ نیسي او د افغانستان په څیر هېواد چې د هند ستراتیژیک همکار دی له دې بدلیدونکو فرصتونو څخه ډول ګټه پورته کولی شي.
د بهرنۍ پالیسۍ نوې فکري خونې
د اقتصادي برخې د بدلونونو څخه جلا، د هند د نړیوالو، امنیتي او دفاعي چارو فکري خونې په دوديز ډول له یو شمیر ستونزو سره مخ شوې وي چې د دوی اهمیت یې را کم کړی وو: د تمویل نشتوالی (د دولتي پانګونې نشتون او د بدیلو سرچینو کمښت)، د بشري سرچینو کمښت او له لوړ پوړو مقامونو څخه د متقاعد ملکي کارمندانو په شمېر کې زیاتوالی، مالوماتو ته پر لاسرسي محدودیت او ځينو نورو د پام وړ استثناعاتو سره - د اړونده برخې د څیړنې، تولید او د پالیسۍ د سپارښتنو وړاندې کولو په مخکې خنډ ګرځیدلي وو. د جواهر لال نهرو د حکومت راهسیې څه د لومړنۍ لومړي وزیر او څه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د «۱۹۴۷ – ۱۹۶۴» د بهرني سیاست جوړونې چاره تر ډېره حده د لومړي وزیر تر دفتر محدوده وه او د بهرنیو چارو وزارت په دودیز ډول د پالیسۍ جوړولو او پلي کولو مسؤلیت پر غاړه درلود. پدې توګه له یو ځانګړي شمېر لوړ کچه فکري خونو او دولتي متفکرینو پرته نورو فکري خونو د بهرنۍ پالیسۍ د اغیزمنتیا او دوکتورینو د ننګونې او تحلیل زړه نه و درلودلی.
د بهرنۍ پالیسۍ فکري خونو د بخت او جمال ننداره د شلمې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې فعالو او متقاعدو لوړو پوړي نظامي مشرانو د د فاعي مطالعاتو اړوندو موضوعاتو کې د پوهې او تحلیل د تولید لپاره ځانګړي فکري اطاقونه رامنځته کړای شول. له ۲۰۰۱-۲۰۰۲ پورې د هوايي ځواک بولندوی جسجیت سینګ د هوايي ځواک مطالعاتو مرکز رامنځته کړ چې د متقاعدو لوړ پوړو چارواکو او سفیرانو سره یې په ګډه کار پیل کړ.
په ۲۰۰۴ کې جنرال وجي اوبرای، د لوی دستریز پخواني مرستیال، په امنیتي مطالعاتو کې د ستراتیژیک تفکر د ودې په منظور د ځمکنۍ جګړې د مطالعاتو مرکز((Centre for Land Warfare Studies -CLAWS تاسیس کړ. په ۲۰۰۵ کې د دفاع وزیر پرناب مکرجي د سمندري مسایلو په اړه د خبرو اترو د ودې، د پالیسۍ مشورې ورکونې، د عامه افکارو جوړونې او د هند د ملي امنیت پر نخبه ګانو باندې د نفوذ له لارې د هندي د سمندري امنیت د خوندیتابه هڅو په موخه د سمندري مطالعاتو ملي بنسټ (National Maritime Foundation -NMF) رامنځته کړ. دا فکري خونې په خپلو اړونده برخو کې هر کال ډیری ناستې او تحلیلي پیښې تنظیموي، په ځانګړې توګه د سمندري مطالعاتو ملي بنسټ پدې برخه کې زیات فعال دی. د نوې زریزې د لومړۍ لسیزې په پای ته رسیدو سره، د بهرنۍ پالیسۍ نور نوي فکري اطاقونه د پراخ تمرکز په لرلو رامنځته او په عامه اتوموسفیر کې فعال شول او لوبیږي:
لومړی؛ د ویویکانندا نړیوال بنسټ Vivekananda International Foundation (VIF) او د انډیا فاونډیشن India Foundation (IF) په ۲۰۰۹ کې د لومړي وزیر مودي د هندو ملتپال بھارتیا جناتا ګوند ته نږدې شخصیتونو لخوا تاسیس شول. VIF او IF د خپلواکو سازمانونو ادعا کوي او د هندو ملتپال بنسټ Syama Prasad Mookerjee Research Foundation (SPMRF) د ملتپالې څیر پرتله لږ پیژندل شوي دي. ددې دواړو سازمانونو غړي او برنامې د بي جي پي سره په نېږدي همږغۍ تنظمېږي.
دوهم؛ د بروکینګز انسټیټیوټ د هند مرکز (Brookings Institution India Center) په ۲۰۱۳ کې او د هند کارنیګي مرکز (Carnegie Center India) په ۲۰۱۶ کې رامنځته شوي دي. دا د متحده ایالاتو د فکري اطاقونو نړیوالو مرکزونه دي چې د بروکینګز موسسې او د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي مرکز له لارې خپلې چارې مخته وړي، مګر دوی په قانوني ډول خپلواک دي او د دوی ډېری بنسټ ایښودونکي هندیان دي.
درېیم؛ ډیری فکري خونې د سوداګریزو نوښتونو له لارې رامنځته شوې او د بېلابیلو کورنیو او بهرنیو کمپنۍ ګانو لخوا تمویلیږي. که څه هم د ریلانس صنعتي نوښت (Reliance Industries initiative) په څیر شرکتونه ځوان دي مګر په لږه موده کې یې د فکري خونو په رامنځته کولو او سپانسر کولو کې د پام نقش لوبولی دی، ددې مرستو له درکه Observer Research Foundation په تیرو څو کلونو کې خپل ځای په هندي ټولنه کې وموندلای شو. د هند آسپین انسټیټوټ (The Aspen Institute India) په ۲۰۰۴ کې د متحده ایالاتو د آسپین انسټیټیوټ (Aspen Institute)او د هندي صنایع د کنفدراسیون ((Confederation of Indian Industries - CII په همکارۍ رامنځته شو او په ۲۰۰۶ کې یې نوم انانټا اسپین مرکز (Ananta Aspen Centre) باندې بدل شو، دوی د خپلواکۍ ادعا کوي او هندي بورډ لري او له هند څخه تمویلیږي. د ډهلي څخه بهر مرکزونو کې، بیا د ممبۍ په گیټ هاوس کې د هند د نړیوالو اړیکو کونسل (Indian Council on Global Relations) د یادونې وړ دی چې په ۲۰۱۱ کې تاسیس شوی دی او د دې په بنسټ ایښودونکو غړو کې مشهور شرکتونه لکه مهندرا ګروپ، سوزلن انرژي Suzlon Energy او TVS Motor شرکتونه شامل دي. دا ډله فکري خونې د اندازې او ابزارو له حیثه خورا سترې دي. Observer Research Foundation لوی سازمان دی او یو له تر ټولو ښه تمویل شوی هغه دی، په ۲۰۱۷ کې یې د کورنۍ او بهرنۍ مرستې په توګه ۳۲۲ میلیونه هندۍ روپۍ ترلاسه کړي وي چې د دې بودیجې ۵۷ سلنه د ریلینس صنایع څخه ورته راغلې وه.
لکه څنګه چې په پورته یاده شوې طبقه بندۍ کې اشاره وشوه، د نوموړو فکري خونو له منځه ځيني په نړیواله کچه پيژندل شوې دي. یو دلیل یې دا دی چې هغوی د انټرنیټ، ټولنیزو رسنیو او نړیوالو شبکو د اغیزمنو مواصلاتي تخنیکونو برخه ګرځيدلې ده او همدا د هندي ټولنې یوه ستره لاسته راوړنه هم بلل کېږی. په بنسټیز ډول، دا تېنک ټانکونه د هغو ننګونو څخه چې زاړه بنسټونه ورسره مخ و، بري دي او په خلاص لاس او قوي مټو کړنې تنظیموي.
ډېر تمویل ډېرو مالوماتو ته لاسرسی
هند کې نویو رامنځته شویو فکري خونو ته ډیر تمویلي امکانات برابر شوي، بدیلو سرچینو ته لاسرسی لري او له دولت سره د تعامل په پایله کې چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورته چوکاټ تنطیمیږي، په اسانۍ سره د لوړې کچې اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه برخمن شوي دي. له یوې خوا، د هند ځواکمنه او پراخه سوداګري ورځ تر بلې د هند په بهرنۍ پالیسۍ کې لېواله کېږي او د اقتصادي لیبرالیزم او نړیوالتوب په شرایطو کې، اقتصادي او سیاسي مسایل په پرلپسې توګه یو له بل سره نېږدي کېږي. سربیره پردې، هند راپورته کیدونکي ځواک په نړیواله کچه د هندوستان دریځ او لرلید خورا مطرح کړی او ځلولی دی. همدې امر ته په کتو، هندي کمپنۍ او شرکتونه له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې په زیاتیدونکې توګه د فکري اطاقونو په رامنځته کيدو او تمویل کې په پراخه کچه ښکیل شوي دي. له بلې خوا، د نریندا مودي حکومت د فعالې اقتصادي او کلتوري ډیپلوماسۍ له لارې د نړۍ له نوموتو فکري بنسټونو او سازمانونو سره د هند د ارتباط او د مالوماتو د ورکړې خنډونه تر ډېرې کچې را کم کړي دي. د ۲۰۱۴ په جون کې لومړي وزیر نریندرا مودي د بهرنۍ پالیسۍ د نوې ستراتیژۍ په اړه خبرو کې وویل چې؛ د فکري خونو او تېنک ټانک سکتورپراختیا به د هند د غوره بهرنۍ پالیسۍ چوکاټ رامنځته کړای شي او هند به د "فکري بنسټونو انډول" او پیاوړتیا ته پاملرنه تر بل هر وخت زیاته کړي. د هند د بهرنۍ پالیسۍ فکري خونې د بهرنیو چارو وزرات او د لومړي وزیر د دفتر له لوري په رسمي ډول د پالیسۍ برخې د مشورې اخستنې د سرچینې په توګه پیژندل شوي دي. پدې توګه، یو زیات شمېر سازمانونه معلوماتو ته د لاسرسي څخه هم په ښه توګه برخمن شوي دي. په ورته ډول، د بهرنیو چارو وزارت دروازې هم د بهرنیو متخصصینو، لوړو زده کړو محصلینو او انترنشیپ مهارتونو لپاره په پرلپسې توګه پرانستل شوې دي. آن د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۵ کې اعلان وکړ چې د وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې او څیړنې څانګه به بهرني کارپوهان وګماري. د ۲۰۱۷ په اکتوبر کې د نویو تېنک ټانکونو لپاره د چینایي متخصصنو د رابللو پروګرام په لاره واچول شو چې د چین په اړه پالیسې جوړولو کې مرسته وکړای شي.
د بهرنۍ پالیسۍ له فکري خونو سره د باندنیو چارو وزارت زیاتیدونکې لېوالتیا ددې لامل ګرځیدلې ده چې د هند بېلابېل وزارتونه د ټاکل شویو او نخبه سازمانونو سره ګډ کار تنظیم او پر مخ یوسي. د نوموړو فکري سازمانونو سره د ګڼ-سکتوري ناستو او تحلیلي پیښو تنظیم او تمویل ته لارې محیا کوي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۷ کې د ORF د تمویل شاوخوا څلور سلنه برخه د بهرنیو چارو وزارت له لوري ترسره شوې وه. ORF له بهرنیو چارو وزارت سره په خورا ښه ډول وصل شوی دی، د کار یوه برخه یې د پخوانیو یا متقاعدو سفیرانو سره په ګډه پر مخ ځي. د بهرنیو چارو وزارت چلند او په هغه کې بدلونونه د هند د بهرنیو خدماتو د ډیریدونکې اړتیا په نظر کې نېولو سره توضیح کېږي. د پالیسیو د پیچلتیا او د تخصصي کار د سختوالي د ستونزې د حل په منظور، حکومت د مهارتونو او خدماتو په ریفورم کار پیل کړی دی، دا کار تر ډېره د فکري بنسټونو د تجربې او انرژۍ څخه په ګټه اخستنه تنظیموي. د کارنیګي انډیا انسټيټوټ رییس C. Raja Mohan په قول چې"د بدلیدونکې نړۍ او د هند د پراختیايي پالیسیو پیچلتیا ته په کتو، هند کې د بهرینو متخصصنو سره د کار او همکاري اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده “سربېره پر دې، د بهرنیو چارو وزارت پر فکري سازمانونو د بهرنیوخدماتو او سرچینوڅخه ګټنه اخستنه لا هم محدوده کړې او تر څار لاندې نېولې ده. د مثال په توګه، د MEA او ځینې ټاکل شویو فکري سازمانو ترمنځ د اړیکو چینلونه پر اشخاصو د باور پراساس دي نه د MEA او ددې سازمانونو ترمنځ د واضح شوې او تنظیم شوې اړیکې پر بنسټ. د تمویل لپاره غوښتلیک سپارل هم د غیر رسمي اړیکو پر اساس محیا کېږي ځکه د MEA مرستې غوښتنې لپاره هیڅ رسمي پروسه شتون نلري. دا پداسې حال کې ده چې اوسنی وضعیت د تیرو لسیزو په پرتله په ځانګړې توګه د تمویل د شرایطو په پرتله خورا ښه محاسبه کېږي. د رسمي تمویل نشتوالی د بهرني سیاست فکري خونو ترمنځ د آزادې سیالۍ روحیه له منځه وړې ده، ځکه د بي جي پي حکومت د آزاد رقابت له لارې د دوی سره کار نکوي.
د بهرنۍ پالیسۍ فکري سکتور بېلابېل نقشونه
د هند د بهرنۍ پالیسۍ د نویو فکري بنسټونو پراخ شتون او لیدلوری له دولت سره د ښکیلتیا ښکاروندی دی. د بهرنۍ پالیسۍ فکري سازمانونه په ټوله نړۍ کې د نقش او اغیزمنتیا اوږده مخینه لري. د هند په متن کې کولی شو لږترلږه د فکري خونو څلور نقشونه سره توپیر کړو؛
لومړی، ځینې فکري انسټیټوټونه د ځانګړو پالیسیو د ډیزاین په هکله تخصصي مرستې او سهمولتونه چمتو کوي. د مثال په توګه، ORF په BRICS کې د هند د پالیسۍ په ترتیبولو کې مرسته کړې ده.
دوهم، یو شمیر فکري سازمانونه د بهرني سیاست د لوبغاړو ترمنځ د هندوستان او بهر نړۍ د سیاسي خبرو اترو لپاره پلټفورمونه وړاندې کوي. دوی د بېلابېبلو لوبغاړو لکه؛ حکومتونو، پالیسي جوړونکو، ستراتیژیکو ټولنو او سازمانونو او نورو سره د اړیکو جوړولو او پاللو ماموریتونه پر مخ وړي. پدې برخه کې، VIF او IF د ځانګړو کوشنیو غونډو او لوړ پوړو میلمنو سره د ناستو د تنظیمولو اړوند ډیر مهم رول لوبولی دی. په ۲۰۱۵ کې ټایمز مجلې راپور ورکړی وو چې د هرې چهارشنبې په ورځ د India foundation - IF په کوربتوب د تړلو دروازو تر شا پټې ناستې چې تر ډېره استخباراتي او امنیتي جنبې لري، په “Delhi establishment’s prime talk shop” کې چې د ډیلي په هند نړیوال سنټر کې قرار لري، ترسره کېږي. همدا ډول IF چې د BJP ګوند یوه برخه ده د لومړي وزیر مودي د بهرنیو سفرونو په تنظیم کولو کې هم نقش لري. د ORF په څیر ډلو هم د بهرنیو چارو وزارت سره د همکارۍ یا برخه اخیستنې په چوکاټ کې خورا منظم او لوی کلني کنفرانسونه تنظیم کړي دي. په نوي ډیلي کې د رایسینا کلنۍ خبرې اترې (Raisina Dialogue) په ۲۰۱۶ کې د MEA – ORF د ګډ نوښت په ترڅ کې رامینځته شوې، چې د هند د سیمه ییزې لېوالتیا او مشرتابه څرګندونه کوي او له حکومت سره مرسته کوي ترڅو نړۍ ته خپل ليدلوری ولېږدولی شي. په ۲۰۱۶ کې د ORF په کلنی راپور کې د (Raisina Dialogue)کنفرانس د بریالي ترسره کېدو خبر په دې عنوان لیکلی وو؛ (India’s flagship conference engaging with geopolitics and geo-economics – د هند د جیوپولتیک او جیو ایکنومیک بیرغ اوچتونکی کنفرانس)، رایسینا ډیالوګ د لومړي وزیر مودي لخوا پرانستل شو چې شاوخوا ۸۰۰ کسانو پکې ګډون کړی وو او ډیری میلمانه یې لوړ پوړي چارواکي ول او د ۶۰ هېوادونو څخه ۱۲۰ ویناوالو پکې ویناوې واورولې. د (Raisina Dialogue) د یوې بشپړې اسیايي مجمع په توګه آن په سنګاپور کې د شینګري- لا خبرو اترو کلنۍ لوړې کچې امنیتي کنفرانس Shangri-La Dialogue د یوه احتمالي بدیل په توګه تبارز کړی دی.
درېیم، ځینې فکري بنسټونو د غیر رسمي ډیپلوماسۍ په توګه خپلې شبکې کارولې او پراخه کړې دي. په ځانګړې توګه ORF د Tracks 2 and 1.5 diplomacy په برخه کې په پراخه کچه دخیل دی او د حکومتي رسمي چارواکو سره څنګ پر څنګ کار کوي. د هند ایسپین انسټیټیوټ The Aspen Institute India چې په اصل کې د هند د امریکايي همکارانو سره د ورته خبرو اترو د هڅولو او پر مخ بېولو لپاره رامنځته شوی وو او وروسته یې ځای د انانټا آسپین مرکز Ananta Aspen Centre ته پرېښود؛ د جاپان، اسراییل، سینګاپور او چین په ګډون په بیلابیلو هیوادونو کې د ټریک۲ تبادلې تنظیم کړي دي.
څلورم ، په هغو شرایطو کې چې دولت په احتیاط سره معلومات اداره کول غواړي یو شمېر فکري بنسټونه د حکومت لخوا د معلوماتو د خپرولو او عام ذهنیت کې د اغیزمنتیا د ایجاد د پلټفارم په بڼه کار کوي. لومړي وزیر مودي په خپل دفتر کې د رسنیو د سلاکار پوست په لغوه کولو سره رسنیو او خبریالانو ته د اړوندو معلوماتو د لیږلو نوي چینلونه رامنځته کړای شول. فکري سازمانونه حکومت ته نېږدي شول او د معلوماتو په تبادلې او مدیریت کې یې د پام وړ نقش ولوبولی شو.
د آیډیا او ځواک تناقض
په هند کې د بهرنۍ پالیسۍ فکري بنسټونو وده تر ډېره حده د وکالت او څیړنیزو سازمانونو د دوو ډلو تر تړاو پورې محدوه ده؛ لومړۍ ډله د هند سوداګرۍ سره نېږدي دي او یا د بهرنیو فکري سازمانونو سره تړلي دي او دوهمه ډله په ایډیولوژیک ډول د واکمن هندو ملتپال بي.جي.پي ګوند سره نېږدي دي او ددې ګوند له تیوریک او محتوا خواړه برابرونکي سازمان Rashtriya Swayamsevak Sangh (RSS) سره تماس لري. د هندو ملتپالو فکري بنسټونو تکامل په هند کې د هندو ملتپالنې او د هغوی د اړوندو سوداګریزو ډلو زیاتیدونکي ځواک ته لاره هواروي او هغوی له دې فرصت څخه په ګټنه بېلابېل فکري اطاقونه په لاره اچولي دي. د بهرنۍ پالیسۍ هغه فکري بنسټونه چې د هند سوداګریزو ادارو سره نېږدي اړیکې لري او په ورته وخت یې کې له بهرنیو فکري بنسټونه سره هم تړاو مانا لرونکی دی، د دوی متفاوتو لرلیدونو د هندي فکري سکتور په تنوع کې مرسته کړې ده او دا بنسټونه تر ډېره د لیبرال نړیوال نظم سره موافق دی او د ګټو د خوندیتوب په منظور د تجارتي لوبغاړو سره تل همږغي څرګندوي. دا فکري اطاقونه د لوړ کیفیت، تخصص او نوي تفکر په خپلولو هم ټینګار کوي. د کارنیګي انسټيټوټ یو هندي ستراتیژسټ او مفکر راجا موهن د دې انسټيټوټ د هند څانګې د بنسټ ایښودونکي په توګه ټاکلی او د هند بروکینګز بنسټ د نړیوالو چارو او امنیتي مسایلو اړوند فعالیتونو پرمخ بیولو لپاره نړیوال شهرت لرونکی هندي کارپوه دروا جیسنکر غوره کړی دی.
هغه فکري بنسټونه چې په ایډیولوژیک ډول د واکمن هندو ملتپال ګوند بي جي پي سره نېږدي دي له آر اس اس سازمان سره اړیکې لري چې په بهرني سیاست کې د هندو ملتپال ایډیالوژۍ پلي کولو ته لاره هواره کړې ده. د بېلګې په توګه IF په خپله ویب پاڼه (Indiafoundation.in) کې ځان داسې بنسټ معرفي کوي چې د معاصر هند او د هغه د نړۍ لید او بدلیدونکو شرایطو پوهیدلو باندې باور لري، د هندپيژندنې او هندي مدنیت ريښو ته بیا ستنېدل غواړي او د احیا هڅه یې کوي. […] هغوی ددې مسلو له لارې د هندي ملتپالنې لیدلوری راپورته کوی. انډیا فاونډیشن د هندپيژندنې او هندو مذهبي مطالعاتو مرکز هم رامنځته کړی دی. په ورته وخت بیا بل هندو ملتپال بنسټ VIF د تاریخي او تمدني مطالعو پروګرامونه پرمخ وړي. دا دواړه سازمانونه د نظرونو د خپراوي نوي پلټفورمونه رامنځته کړی دي. د بېلګې په توګه، VIF په جاپان او میانمار کې د بودایايي همکارانو سره په همغږی د Vivekananda International Foundation په رامنځته کولو د هندو - بودیست Samvad Civilizational Dialogue نړیواله کلتوري برنامه تنظیموي. دا یو داسې نوښت دی چې د "آسیا د زړو روحاني اصولو د بیا احیا لپاره ډیزاین شوی دی او د هندو مذهب او بودایزم تعلیمات د نن ورځې مسلو ته د یوه بدیل حللارې په توګه ور پیژني" نریندر مودي د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابي سره په ګډه نوموړو پروګرامونو ته وده ورکوي. ددې پروګرامونو یوه موخه دا ده تر څو د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول په سویل ختیځې آسیا کې د بودیزم سره د تماس له لارې د هند اړیکې او نفوذ پراخه کړای شي. هندو ملتپال IF بنسټ هر کال د Dharma-Dhamma Conference کنفرانس د بودیزم پر مټ د ګاونډیو ملتونو په ځانګړې توګه جنوب ختیځ اسیا سره خپلې اړیکې د مذهب، کلتور او تاریخ په محور کې د تقویه کولو په موخه، په لاره اچوي. د IF او VIF فکري بنسټونو د تمویل او همکارۍ له لارې د بهرنیو چارو وزارت توانیدلی چې په مؤثره توګه د حکومت د ایډیالوژیکو پراختیايي پروګرامونو په پلي کولو کې مرسته وکړي. د بي جي پي په مشرۍ د هند دولت له دې لارې په سیمه کې د ځواک، نفوذ او مذهبي ايډیالوژۍ د پراخولو ماموریت ته دوام ورکوي.
د سیاست او اړیکو د پراختیا دا تناقض له یوې خوا د IF او VIF په څیر بنسټونو تر منځ اړیکې لا پسې غځوي او له بلې خوا حکومتي دستګاه د واکمن ګوند (د مخکښ پرسونل په حیث) له خوا تر فشار او زیاتیدونکي اغیز لاندې راغلې ده. د بیلګې په توګه، رام مادوو د IF رییس، په ورته وخت کې د بي جي پي عمومي منشي او د RSS د عامه اړیکو د رییس په توګه دنده ترسره کوي. د IF یو بل رییس، شاوریا دووال، د ملي امنیت د اوسني سلاکار آجیت دووال زوی دی او د مالي خدماتو د کمپنۍ برخوال هم دی، آجیت دووال د VIF له بنسټ ایښودونکو څخه دی. همدا ډول د IF مخکیني رییسان جینت سنها او ا. ج اکبر په ترتیب سره د ملکي هوایی چلند وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړي دي. سربیره پردې، د هند د بهرني سیاست د فکري اطاقونو سره د حکومت لوړپوړي چارواکي او د واکمن ګوند مشران اړیکې لري. د SPMRF اوسنی رئیس انیربن ګنګولي، په VIF کې د همکار څیړونکي په توګه کار کاوه او د بي جي پي د پالیسۍ او څیړنې ډيپارټمنټ غړی هم دی. د VIF اوسنی مشر اروند ګوپتا لومړی له (۲۰۱۲ – ۲۰۱۴) دIDSA عمومي رییس او تر ۲۰۱۷ پوري د لومړي وزیر نریندرا مودي د ملي امنیت د مرستیال سلاکار په توګه پاته سوی دی. د CLAWS پخوانی ډایرکټر جنرال دروو کتوچ اوس د IF مشر دی. د ۲۰۱۷ په سپتمبر کې د مودي د حکومت د بدلونونو پراساس د واکمن ګوند، فکري خونو او دولت دا جوړجاړی او ګمارنې او یو په بل کې ننوتنې او ادلون بدلون لا دوام لري: له همدې بابته نرملا سیتارمن د IF رییس د دفاع وزیر په توګه ارتفاع کړې وه او د هغه د IF بورډ همکار او د اورګاډي پخوانی وزیر سوریش پربهو د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په توګه ټاکل شوی وو. هند د شبکوي دولت په توګه د بي جي پي لخوا د متاثیرو شویو د بهرني سیاست د فکري خونو، اوسني ګوندي حکومت او د دوی د خوښې وړ نخبه اشخاصو د فردي پریکړو پر اساس اداره کېږي، په ځانګړې توګه د هند بهرنۍ پالیسي او پراختیایي پروګرامونه.
د پالیسۍ اغېزمنتیا او د بودجې مسئله
سیاسي ځواک ته ددې هندو ملتپالو فکري خونو هر څومره ډېر نېږدي کېدل په هماغه کچه ددوی اهمیت او دريځ پياوړی کوي. تر دې دمه، ستونزمنه دا ده چې وښییو دا فکري بنسټونه تر کومه حده پورې واقعآ د سازمانونو په توګه اغیزمن دي، د تاثیر درجه یې څه ده او د نفوذ ریښې یې څومره پایښت کولی شي. ولې یو څه چې روښانه دي هغه دا چې د نوموړو فکري سازمانونو څرګندتیا او نقش د پالیسۍ د تاثیر له کچې سره مساوي نه دی او د اغیز اندازه کول یې هم ګران دی. وروستي کلونه په څرګنده توګه هند د بهرني سیاست او پالیسۍ د زیات شمېر نویو رامنځته شویو فکري بنسټونو شاهد وو؛ مګر عملا د هند د بهرنۍ پالیسۍ د فکري سکتور دا فکري سازمانونه نه دي چې مستقیم اغیز وښندي، بلکې افراد، نفوذ لرونکي مشران او سیاسي نخبه ګان لا هم د فردي، ایدیالوژیکو او ګوندي پریکړو پر اساس بهرنۍ سیاست متاثیره کوي، البته دا به یوه اوږده پروسه وي چې اشخاص خپل ځای د بنسټونو او انسټیټوټونو په ګټه پرېږدي، هند انسټیټوټیلازیشن غواړي خو لا هم د لارې په پيل کې دی او د ملتپالو او مذهبي ډلو تر محاصرې لاندې واقع دی.
له یوې خوا، که د نوې اجنډا معرفيکولو، نویو پلټ فارمونو رامنځته کولو او د بهرنیو چارو وزارت ښکیلتیا د فکري بنسټونو سره د پالیسۍ د بحثونو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړی دی. بلخوا، د یوې ځانګړي کړۍ فکري بنسټونو او اوسني حکومت ترمنځ اړیکو - او همدارنګه د واحدو ایډیالوژیکو فکري خونو خپل منځي اړیکو - نه یوازې یک نواخته او ارتوډوکسي خطر زیږولی بلکې سیاسي او مذهبي حسادت او دوښمنۍ ته یې هم تخمونه ښیندلي دي. که یو شمير فکري خونو ته لا ډېرې مالي او بودجوي اسانتیاوې برابرې شوې دي مګر د حکومت د یو اړخیز چلند او روش له لاسه د ډېرو نورو فکري خونو حالت د فلج کېدو پر خوا تمبول شوی دی. د مودي په مشرۍ د ملي دیموکراتیک اتحاد حکومت د غیر دولتي سازمانونو (انجوګانو) لپاره بهرنی تمویل په کلکه منع کړی دی. د بهرني مشراکت او مرستې مقرره ( (FCRAچې د پارلمان لخوا تعدیل شوه، د سیاسي ماهیت لرونکو سازمانونو لپاره شرایط لا پسې سخت کړل او د کورنیو چارو وزارت له ۲۰۰۰۰ زیاتو انجوګانو څخه د فعالیت جوازونه واخستلای شول آن د بشري حقونو یو شمېر نوموتې او مشهورې ادارې هم ددې مقررې بلهاري شولې او د بهرني تمویل دروازې پرې وتړل شوې. ددې اقدام پر وړاندې انتقادونه هم کم نه ول آن تر دې چې د ملګرو ملتونو لخوا هم وغندل شو. د یوې هندۍ ورځپاڼې د راپور پر اساس د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څیړونکو فنډ هم را ټیټ کړ او د چيني مطالعاتو انسټيټوټ ( ICS)کلنۍ بودجه چې د ۲۰۱۷ کال په پیل کې ۱۰ میلیونه وه، بنده کړای شوه.
د هندوستان-افغانستان بنسټ او د ظرفیت قحطي
هند د فکري بنسټونو له لارې د بېلابېلو ملتونو سره تاریخي، مذهبي، کلتوري او سوداګریزې اړیکې تنظموي. هغه فکري مرکزونه چې په ایډیولوژیک ډول د واکمن هندو ملتپال بي جي پي سره نېږدي دي او د معاصر هند او د هغه د نړۍ لید او بدلیدونکو شرایطو پوهیدلو باندې باور لري د بېلابېلو لارو په کارولو د هندي مدنیت ريښو ته بیا ستنېدل غواړي او د احیا هڅه یې کوي. په هغو هېوادونو کې چې هندي ریښې لا له وړاندې غځیدلي دي د مذهب، دین، ګډ کلتور او تاریخ د بیا روایت پر مټ اړیکې تنظیموي په ځانګړې توګه په جاپان او میانمار کې د بودایايي همکارانو سره په همغږی د هندو - بودیست کلتوري او مذهبي مطالعاتو ته پاملرنه کوي او په سویل ختیځ اسیا کې د بودیزم له لارې هند د نفوذ پراخه کولو په هڅه کې دی.
په جنوبي اسیا کې چې د هند دیني، مذهبي او تاریخي روابط د جنوب ختځي اسیا په څير قوي نه دي؛ د ګڼ-کلتوري، تجارتي، سیاسي، پراختیايي او تعلیمي پروګرامونو له لارې د خپل سیمه ییزه نفوذ چانس تثبیتوي. د سارک سازمان سربیره چې په وروستیو کې د بحران سره مخ شوی، هند د متنوع بنسټونه رامنځته کولو له لارې پروګرامونه مخته وړي. له دې جملې یو هم د هند-افغانستان بنسټ دی چې په ۲۰۰۷ رامنځته شوی او په کابل او نوي ډیلي کې د سفارتونو په کچه دوه چپټره لري. تراوسه ددې بنسټ محسوسې لاسته راوړنې په رسمي او ډیپلوماتیک چوکات کې نه تر سترګو کېږي. هند چې تر بل هر وخت په افغانستان کې د خپل (Soft Power) د استحکام په لټه کې دی. له بدمرغه، د افغانستان بهرنی سیاست او ډیيلوماتیکه دستگاه د تمې پر خلاف نړیدلې او بېکاره شوې ده. د بشري ظرفیت د نشتون تر څنگ د فساد او ناوړې گټې اخستنې ښکار شوې ده. د افغانستان د دولت د یوې مهمې برخې په توگه د دولت د بهرني سیاست د تحلیل، وړاندوینې او پلي کولو وړتیا نه لري. د افغانستان بهرنۍ پالیسي جوړونکې برخه تر بل هر وخت زیانمنه شوې ده او د ډیپلوماتیک ځواک او پرستیژ تر ټولو ټیټه او نامسلکي مرحله تجربه کوي. د افغانستان د بهرني سیاست د تحلیل، ترسیم او نقشه جوړولو یوه جدي او خورا جوته تشه د فکري بنسټونو(Think Tanks Sector) نشتون دی. د افغانستان د فکري بنسټونو او تېنک ټانک لپاره بهترین فرصت و چې د نوموړي بنسټ له مالي او تیوریکي سرچینو څخه یې ګټه اخستې وای. مګر د افغان ډیپلوماتیکي دستګاه د بې ظرفیتۍ له امله هند اړ دی له خپلواکو فکري بنسټونو سره په کابل او لویو ښارونو کې اړیکې او برنامې تنظیم کړي. ددې اړیکو پر وړاندې جدي ننګونه د افغان تېنک ټانکس د زیربینا نشتون دی.
لوبغاړي چې باید ننداره وکړي او ولوبیږي
د هند د پالیسۍ نړۍ لید په وروستیو کلونو کې په نوې بڼې وده کړې ده. په ۲۰۱۵ کې هندي ژورنالیست پرشانت جھا د نریندرا مودي په مشرۍ د ملي دیموکراتیک اتحاد حکومت کې د مرکزي قدرت د متناقض ترکیب یادونه کړې وه او د سیسټم پراخه ازادۍ یې "بهرنی لاس وهنو او تعامل" ته د پرانیستۍ کړکۍ سره ورته ګڼلې وه. نن ورځ ، د پخوا په پرتله دا حقیقت په زباد رسېدلی دی. حکومت او سوداګرۍ سکتور د نوې تخصصي او مدیریتي لوړې تقاضا په غبرګون کې د فکري بنسټونو او تېنک ټانک سکتور ته د فنډ په چمتو کولو د عرضې هڅه کړې ده. په پایله کې همدا تېنک ټانکونه په عامه اټوموسفیر را مخې ته شول او د خلکو او ټولنیزو سازمانونو سره یې د تعامل هنر پیدا کړی دی او د اوسني حکومت سره په همکارۍ یې د عامه پوهاوي او ملاتړ نوي رولونه ترسره کړي دي. د دوی د پراخ حضور او ښې کارکردګۍ له وجې هغوی نن ورځ د هند دولت د بهرنۍ پالیسۍ په تحلیل، تحزیه، مشوره ورکونې او جوړښت کې په ښه ډول ښکیل شوي دي او په مهمو غیر دولتي لوبغاړو بدل شوي دي.
د هند بهرنۍ پالیسۍ فکري سکتور له خورا زیات دروني تناقض او توپیر څخه ډک دی، ځکه یو شمېر سازمانونه لکه IF او VIF حکومت ته له ایډیولوژیک پلوه نېږدي دي، پداسې حال کې چې نور لکه ORF، بروکینګز او کارنیګي د هند سوداګرۍ سکتور سره نېږدي اړیکې پالي. ددې توپیرونو له امله هند د ملتپالې محافظه کارۍ او لیبرال نړۍ لیدونو تر منځ پاته دی او دواړه ډلې نن ورځ د هند پر بهرني سیاست باندې د نفوذ د قوت ځانګړي ټکي لري.
د مودي په مشرۍ حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د نوي سټایل د یوې برخې په توګه، د بهرنۍ سیاست نوي فکري بنسټونه په لوی تصویر کې د حکومت د پیغامونو په رسولو او په سیمه ییزه او نړیواله اتصال کې د هند د انځور وړاندې کولو کار پر مخ وړي. د هند مخ پر ودې نړیوال حالت او ارمانونو دا زمینه مساعده کړې ده چې بېلابېل لوبغاړي د هېواد په بهرني سیاست کې لېوالتیا واوسي او لا ډېر برخوال راشي. که څه هم د هند د بهرنۍ پالیسۍ نوي رامنځته شوي فکري بنسټونه تر دېره د هندو ملتپال تفکر او ایډیالوژۍ تر تاثیر لاندې دي، مګر د یو نسبتا پرانستي حالت کیسه یوازې تر دې نه شي محدوده کېدای. یو زیات شمير خپلواک تېنک ټانکونه د اروپايي او اسیايي پالیسي جوړونکو سره په شراکت د هېواد په بهرني سیاست کې د ښکیلتیا ګڼ فرصتونه ایجاد کړي دي. هند نه یوازې د کورنیو څیړنیرو او فکري بنسټونو لپاره د پام وړ دی بلکې د نړۍ د پالیسي جوړونکو سازمانونو او ستراتیژیکو مطالعاتو ټولنو پاملرنه یې هم د ځان پر لوري اړولې ده. د هند د بهرني سیاست د تنوع څخه نړۍ او سیمه هم استفاده کوي او هم په تلک کې د هغوی د ښکیلتیا یوه جالبه او زړه راښکونکې منظره وړاندې کوي. د هندي پالیسي جوړونکو سازمانونو ايډیالوژیکه بېخ بینا، د څیړنېز ظرفیت او سازماني ځواکمنتیا د نړۍ د تحلیلي او پالیسي جوړونکو شبکو لپاره د ملګرتیا مایه ګرځيدلې ده.