د شاګردانو پروګرام

د «انسان» د شاګردانو پروګرام د افغان ځوانانو او محصلینو لپاره د رویايي راتلونکي لپاره د فضاء او بنسټ د رامنځته کولو هڅه ده.

د شاګردانو پروګرام

په افغانستان کې د سن منځنۍ کچه اتلس اعشاریه څلور کاله اټکل شوې ده او دري شپيته اعشاریه اوه سلنه وګړي تر ۲۵ کلونو ټیټ عمر لري. ځوانان د افغانستان راتلونکی دی، هغه هېواد چې د جګړې، ګواښونو، کمزورې حکومتولۍ، د ژوند لپاره له کمې هیلې، له وحشت ډک روغتیايي وضعیت، د ښوونې او روزنې ټیټې کچې او د بې ثباتې پراختیا له پراخې څپې سره مخ دی.

د «انسان» د شاګردانو پروګرام د افغان ځوانانو او محصلینو لپاره د رویايي راتلونکي لپاره د فضاء او بنسټ د رامنځته کولو هڅه ده. دوی به له پوهنتونو، ښوونځیو، او کاري چاپیریال څخه راټولیږي څو د خپل ژوند موخې سره شریکې کړي، له مشرانو او متخصصینو سره وغږیږي، او ترڅنګ یې د روښانفکرانه تعامل فرهنګ پیاوړی کړي.

«انسان» به د ځوانانو لپاره د دوستانه فضاء د رامنځته کولو په موخه په پالیسیو او قوانینو کې د بنسټیزو بدلونو لپاره د خپلو څوګونو پروګرامونو له لارې حق‌غوښتنه کوي.

د «انسان» د شاګردانو پروګرام کاربرخې په لاندې ډول دي:

  • له متعددو کلتوري او قومي شالیدونو څخه د را یوځای شویو ځوانانو او محصلینو لپاره د جمعي لیدلوري، جمعي ارزښتونو او فرهنګي ادغام فرصت مهیا کول؛
  • د ځوانانو ترمنځ متحرک مشرتابه، مدیریت او شبکه‌جوړونه؛
  • د راتلونکي لپاره پلان‌جوړونه، عمل او لیدلوری؛
  • د نویو ځوانانو په ورځني ژوند او مطالعاتو کې انتقادي تفکر روزل؛
  • د ټولنې ځايي او ملي جوړښتونو په اړه د نظر مبادله او انعکاس.


د «انسان» انټرنشیپ پروګرام او د هسک محصلینو ټولنه زموږ پخواني نوښتونه وو چې دم‌مهال یې چارې ځنډېدلې دي. د نویو مالوماتو لپاره زموږ د خبرپاڼو برخه یا هم همدا پاڼه تعقیب کړئ

«انسان» انټرنشیپ پروګرام

«انسان» څېړنیزو پرمختګونو ته د تلپاتې ژمنتیا په موخه او په افغانستان کې د څېړنو د ملي جوړښتونو په جوړولو کې د ونډې په لړ کې فارغو شویو او تر فراغت مخکې محصلینو ته د خپلو څېړونکو سره د کار زده‌کړې پروګرام لري. په دې پروګرام کې چې د څېړنې د میتودولوژۍ، لومړني لاس تحقیقاتي ډېټا، او د نویو مهارتونو زده‌کړه شامله ده، د څېړنیزې پرمختیا د پالیسۍ په اډانه کې مطرح کېږي. د دې پروګرام بنسټیزه موخه دا ده چې محصلینو او نویو فارغینو ته د دوی د تحصیل د څانګې سره سم په کاري چاپیریال کې د څېړنیزې کارزده‌کړې چانس مهیا شي. د انټرنشيپ په پروګرام کې شامل کسان به د «انسان» له مشرانو څېړونکو، د څانګو له مسوولینو او نورو متخصصینو سره ګډ کار کوي. د انټرنشيپ په پروګرام کې شامل کسان به د دې فرصت ولري څو د څېړنیزو او رسنیزو سرچینو په مرسته په څېړنیزو ورکشاپونو کې برخه واخلي، د «انسان» په داخلي او عامه ناستو کې ګډون وکړي، او په انټرنشيپ کې د شاملو نورو کسانو سره به هم اړیکې لري. «انسان» په کال کې دوه ځلې د انټرنشيپ لپاره غوښتنلیکونه مني، پسرلني او ژمني؛ مګر که یو شمېر داسې غوښتنلیکونه د کال په جریان کې ترلاسه کړي چې د «انسان» د معیارونو سره برابر وي، په اړه یې غور او پرېکړه کېږي. د انټرنشيپ ټوله کاري موده له څلورو تر شپږو میاشتو پورې ده.

هسک د محصلینو ټولنه

د معرفتي او د سرچینو د ملاتړ له لارې «انسان» د پوهنتون د محصلینو یو ځانګړی نوښت چې د «هسک د محصلینو ټولنه» نومیږي، ملاتړ کوي. د دې هڅې په لړ کې د هغه مفکورو په سمه پېژندنه باندې تمرکز دی چې نړۍ یې بدله کړه او په مرسته یې د ځوانو افکارو تعامل دی چې غواړي په خپله ټولنه کې یې وکاروي.

د ملي هویت، بشري وقار، دین، بشري حقونو، کلتور، او نورو سیاسي نظریاتو درنای او ساتنه، د ټولنیز عدالت تامین، فعال سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز ګډون، د افغانستان د کلتوري میراثونو په خوندي کولو کې برخه اخیستل، د دې ټولنې مهم ارزښتونه او اصول دي.

هسک د محصلینو ټولنه په دې تمرکز لري څو تخنیکي پوهه او موډرنې تجربې خپلې او خپرې کړي. دوی د بشري حقونو مدافعین دي او دا فرصت لري څو د افغانستان او د نړۍ له نورو ځوانانو سره اړیکې ټینګې کړي او روابط پراخ کړي. دا ټولنه غونډې کوي، د مطالعې پروګرامونه لري، اکاډیمیکو جوامعو، کلتوري ساحو، او کتابتونونو ته د زده‌کړو سفرونه ترسره کوي. موږ محصلین هڅوو او ورته زمینه برابروو څو پوهانو او مطرحو شخصیتونو سره شخصي خبرې اترې ولري، فلسفه‌ورزي وکړي، او مشري تمرین کړي. «انسان» دوی ته د څېړنیزې میتودولوژۍ، د تاریخ د مطالعې، او زموږ له مشرانو غړو سره د تعامل ورکشاپونه جوړوي، او ورسره د فلم د لیدلو او کتابونو د مطالعې فرصت رامنځته کوي.

په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ