دا چې« انسان» یو غیر انتفاعي، غیر دولتي، او ناتړلی بنسټ دی، خپلې ګڼې چارې د خپلو رضاکاره غړو په مرسته ترسره کوي. په څېړنیزه څانګه کې شامل ټول خلک د اړوند مسلکي تجربې پر بنسټ د مسوولو غړو په توګه د «انسان» په فعال او کارنده ساتلو کې رغنده برخه لري. زموږ اوسني ملګري او همکاران لاندې وګورئ:
ښاغلی کریم د «انسان» بنسټ اجراييوي رییس او د انسان مجلې مسوول مدیر دی.
آغلې شبنم صالحي د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده ده. هغه اوس په اوټاوا پوهنتون پروفیسوره او یاد پوهنتون د نړیوالې پالیسۍ د مطالعاتو په مرکز کې څېړونکې ده.
ښاغلی کریمي د عامې روغتیا متخصص، د ښوونیز تحلیل او ارزونې متخصص او څېړونکی او د انسان بنسټ د بورډ مرستیال دی
ښاغلی موسی عزیز د انسان بنسټ د پروګرام جوړونې او پراختیا مشر دی. هغه په ورته مهال د افغانستان په شفاهي تاریخ کار کوي.