افغانستان د احمد شاه دراني لخوا په ۱۷۴۷ میلادي کال د یوه هېواد په توګه تاسیس او د یو معاصر دولت تاریخ یې له همدې ځایه پیل شو، خو بډایه میراث یې څو پیړۍ وړاندې تاریخ لري. په حقیقت کې پر دې خاوره د بشر موجودیت کېدلای شي تر ۵۰ زرو کالو وړاندې پورې ورسیږي؛ د دې سیمې کرنیزې ټولنې د نړۍ لومړنۍ ټولنې وې او ښاري فرهنګ یې ۳۰۰۰ تر ۲۰۰۰ کاله وړاندې له میلاده رامنځته شوی دی.
د افغانستان په تاریخ پوهیدو له پاره د دغه هېواد د جغرافیي او ستراتیژیک موقیعت پیژنده اړینه ده. د هند، چین، منځني ختیځ او لویدځ په لار کې پروت دغه هېواد د نړۍ د لویو تمدنونو لکه یونانیانو-باختریانو، کوشانیانو، یفتلیانو، صفویانو، غزنویانو، هوتکیانو او درانیانو کور وو. دغو تمدنونو له ځانه سره ارزښتناکه کلتوري میراثونه پریښي، خو ډېر لږ یې په لیکلي بڼه شتون لري او د تاریخ ډیری برخه په شفاهي ډول، داستانونه او پېښې د لویو واکمنانو د لید تر تاثیر لاندې لیکل شوي دي.
په ۱۹۶۰مو کلونو کې تعلیمي اصلاحات رامینځ ته، پوهنتونونه، کتابتونونه جوړ او لرغوني ځایونه ورغول شول. په ۱۹۳۲ م کال د کابل پوهنتون په تاسیس سره محصېلینو د طبیعي علومو ترڅنګ سیاست او فلسفي افکارو ته مخه کړه او دغه پوهنتون د بهرنیو څېړونکو او متخصیصنو چې په څېړنو، خپراوي او ژباړه کې یې ځانګړي مهارتونه لرل کوربه شو.
دغه پرمختګونو د جګړې له امله زیان ولید. د څلورو لسیزو جګړو نه یوازې د افغانستان زیربناوې ویجاړې کړې، بلکې د کتابتونونو، موزیمونو او نورو تاریخي زدهکړو ځایونو په ویجاړولو سره یې زموږ ټولنیزه او کلتوري حافظه هم له ګواښ سره مخ کړه. جګړې ډیری ځوانان د تیر تاریخ له مطالعې او زدکړې زړه توري کړل، ډیر هغه کسان چې افغانان او د افغانستان تاریخ مطالعه کوي بهرنیان دي چې څېړنو ته یې لاسرسی ستونزمن دی.
دغه ننګونې د «تاریخ د اونۍ» د نوښت دلیل دی، څو د تاریخ په اړه پوهاوی ډېر کړي، څېړنو ته لاره هواره او تاریخ د پوهانو د زدهکړو یوه موقع وګرځي. د تاریخ اونۍ هرکال د جنوري په لومړۍ اونۍ کې د دوه نامتو افغان تاریخ پوهانو ډاکټر محمد حسن کاکړ او ملا فیض محمد کاتب هزاره په یاد چې د جنوري په لومړيو کې وفات شوي، جوړيږي. کاکړ تاریخ پوه او د پوهنتون استاد د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۵ مه په امریکا کې وفات شو، او فیض محمد کاتب یو پیژندل شوی افغان تاریخلیکوال د ۱۹۳۱ کال د جنوري په ۶ مه په کابل کې ومړ.
دغه اونیز پروګرام به په لاندې موخو راڅرخېږي چې بحثونه، ویناوې، کتنې، سفرونه ، خپرونې او نور اړوند فعالیتونه به پکې شامل وي:
- په ملي ژبو کې د نويو او کلاسیکو علمي کارونو او تاریخي پېښو په اړه بحثونه او خبرې اترې؛
- د اوسنیو ستونزو د حل په موخه د تېرو پيښو د څېړنو او مطالعاتو هڅونه؛
- د افغانستان تاریخ تېر او اوسنۍ ارزونه او په شته خنډونو د تمرکز سربېره د علمي او فلسفي لرلید هڅونه؛
- د ګټورو موخو له پاره د تاریخ څخه د استفادې هڅونه او د ځایي تاریخونو په مستند کولو کې د خلکو رول.