په ۲۰۱۳ کې د «انسان» له لومړني تاسیس څخه تر دې دمه موږ د کره، اصلي، او دقیقو خپرونو له لارې تل هڅه کړې چې د افغانستان مخکښ خپرنیز بنسټ اوسو. مجله، کتابونه، مقالې، تحقیقات، او پالیسي وړاندیزونه زموږ اصلي خپرنیز لوري او ډولونه وو. زموږ د څېړنیزې څانګې په اوسني استقامت کې شاملې خپرونې لاندې وپلټئ

د «انسان» له لوري خپرېدونکي خپرنیز توکي له پیل تر نن پورې د لوستونکو او څارونکو له لوري تل ستایل شوي دي. زموږ لیکوالان که هغه د «انسان» دننه دي او که د باندې، همېشه د دقیقو او متفاوتو نشراتو په مرسته توانېدلي د وخت او مسایلو په تړاو تر بل هر بنسټ او نشراتي ادارې ځانګړي او فوقالعاده توکي وړاندې کړي. موږ له «انسان» څخه د باندې پر لیکوالانو، څېړونکو او متخصصینو غږ کوو چې دوی کولای شي د پورتنیو خپرنیزو ډولونو په اډانه کې د افکارو، نظریاتو او نويو څېړنو د نشر لپاره له موږ سره اړیکه ونیسي.
د «انسان» څېړنیزه څانګه په پلان کې لري څو داسې تخصصي کتابونه او څېړنې خپرې کړي چې د څېړونکو، پالیسيجوړونکو، محصلینو او استادانو ترمنځ د خبرو باعث وګرځي، بحثونه جوړ کړي، ذهنونه بدل کړي او پالیسي واړوي.
د «انسان» ټول نشرات په افغانستان او پښتونخوا کې د لوستونکو لپاره وړیا دي. تاسو کولای شئ زموږ ټولې خپرونې له نورو سره شریکې کړئ او ویې ولولئ، مګر که بل ځای یې د نشرولو اراده لرئ، د «انسان» د نوم له ذکر او له موږ سره له اړیکې پرته یې اجازه نشته.
که موږ ته څېړنیز اثار رالېږئ لاندې فورم وکارئ او یا هم له موږ سره د اړیکو برخه وګورئ او اړوند څانګې ته پیغام ولېږئ.