د انسان څېړنیز او رسنیز بنسټ د څېړنو څانګه د یو شمېر څېړنیزو نوښتونو او پروګرامونو مجموعه ده چې کاري او څېړنیز فرهنګ یې د افغان ټولنې له ژورو او پېچلیو ستونزو څخه سرچینه اخلي. څېړنیز کار او د پوهې خپراوی د «انسان» یو مهم استقامت دی. د یادې څانګې اصلي زمینه د «انسان څېړنیزه موسسه» ده چې د ۲۰۲۰ په اکتوبر کې په کابل کې تاسیس شوه او اوسنۍ بڼه یې د کاناډا په ټورنټو کې د یاد بنسټ له تاسیس وروسته رغېدلې ده.
زموږ په باور افغانان تر بل هر وخت زیات، د خپلو ستونزو او ورپېښو ګواښونو په تړاو نويو فکرونو ته اړتیا لري څو له نوې او بدلېدونکی نړۍ سره په وقار او انساني عزم سنبال په مخ ولاړ شي. څېړنیز نوښتونه، پروګرامونه، خپرونې، غونډې، سرچینې او روزنه د یاد څېړنیز استقامت مهمې برخې دي چې د خلاق تفکر او متکثر سهم په مټ به ترلاسه کېږي.