Circle Image

د افغانانو په خاوره د جګړې په اړه

د سړې جګړې پر مهال په افغان خاوره د جهادي او بنسټپالو ډلو روزنه او بیا د هغوی ترمنځ اخ و ډب د بې‌ثباتۍ لومړني زړي وکرل. له خپلو خونو، کروندو، او ښارونو څخه بې‌ځایه شوي افغانان له مخ‌شوي تحقیر او توهین څخه یا له جهادي ډلو سره مستقیمه برخه واخلي او یا له شخړو زرګونه کیلومتره وتښتي، د افغان شخړې ریښې لا وغځولې. پر افغان خاوره له تېرو څه باندې څلورو لسیزو څخه د روانې جګړې او شخړې په اړه یوازې یو شمېر محدود روایتونه بیانیږي؛ ژورنالیستیک راپورونه، د جګړه‌مارو او ترهګرو پروفایلونه، یو بل لوري ته اوښتي ځاني زیانونه او داسې نور. په دې منځ کې د خلکو پر ژوند، فرهنګ، کرکیله، تاریخي زېرمو او منابعو، زده‌کړو، روزنه، او ورته لسګونو نورو اړخونو مطالعات یا ډېر محدود دي یا هم نشته.

د «انسان» د جګړې مطالعاتو پروګرام پر افغان خاوره څلوېښت کلنه جګړه چې په ښکاره د غیر افغان عناصرو له لوري ورته لوری ورکړل شوی او ګټې یې هم نورې ته رسیږي، یوازینی افغان څېړنیز پروګرام دی چې د خلکو او د جګړې په اړیکه او د دې جګړې پر اغېزو د افغانستان او چارچاپېره سیمې باندې تمرکز کوي.

د «انسان» په باور په افغان خاوره د تپل شوې جګړې او تاوتریخوالي ریښې او عوامل په زېږېدلو نظرونو او پېښو کې نه، بلکې په یو بهرني سیاست کې دي چې افغانان د خپل دولت، برم، ... او پر ځان بډاینې ته نه پرېښول کېږي. آیا افغان ناورین د بې پایه غوښتنو، حرص، او بې شمېره غیر اخلاقي علایقو پایله ده چې میلیونونه وګړي د آرام اوسېدو په تکل وژل کېږي؟


د «انسان» د جګړې مطالعاتو پروګرام تېر فعالیتونه او خپرونې لاندې وګورئ:

غونډې

په امنیتي سکتور کې د پالیسي لومړیتوبونه – د کورنیو چارو وزارت


د افغانستان نوي جیوپولیتیک


د راتلونکي په اړه خبرې؛ د افغانستان د سولې بهیر څنګه پیلیږي؟


لیکوالان

موضوعات

خپرونې

په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ