متخصصین او ګډونوال

«انسان» غواړي د متعددو لیکوالانو، متخصصینو، پوهانو او مؤلفینو د حضور له مخې مخکښ څېړنیز او رسنیز بنسټ اوسي. زموږ د خپرونو برخه وګورئ او اړیکه ونیسئ

قسیم ځیر

لیکوال او څېړونکی

ښاغلی ځیر د افغانستان د تاریخ او فرهنګي مسایلو څېړونکی او لیکوال دی. 

محمد باسط واحدي

د اقتصادي او پراختیايي مطالعاتو څېړونکی

ښاغلی واحدي له انسان څېړنیزې موسسې سره د اقتصادي مطالعاتو پخوانی څېړونکی دی. د هغه لیکنې او څېړنې د «انسان» په ګڼو برخو کې خپرې شوي دي.

برکت‌الله اریوبي

څېړونکی او د نړیوالو حقوقو متخصص

ښاغلي اریوبي په نړیوالو حقوقو کې ماسټري کړې او اوس د اوبو د تنظیم په ملي اداره کې له پولې د تېرېدونکو اوبو آمر دی. هغه د اوبو سرچینو د مطالعاتو څېړونکی او متخصص دی

سلیم پاینده

لیکوال او څېړونکی

سلیم پاینده په هند کې د ډيپلوماسۍ او بهرنۍ پالیسۍ د ماسټري محصل دی. د هغه لیکنې او مطالعات د انسان انسټیټوت په بلاګ کې خپریږي.

ودیر توتاخېل

د ټولنیزې پالیسۍ څېړونکی او لیکوال

ښاغلی توتاخېل د انسان څېړنیزې موسسې رسمي څېړونکی او لیکوال و. هغه ټولنپوهنه لوستې او په دې برخه کې د هغه لیکنې او مقالې په «انسان» کې مطالعه کولای شئ.

نظیم سمون

څېړونکی او حقوقي متخصص

ښاغلی سمون له پولې‌تېرېدونکو اوبو حقوقي متخصص دی او د اوبو د حقوقي مطالعاتو څېړونکی دی

ایمل جلال

لیکوال او څېړونکی

ښاغلی جلال د کلتوري مطالعاتو متخصص، د ملي راډیو تلویزیون پخوانی سلاکار او د افغانستان د افغان‌ټور دولتي شرکت پخوانی رییس و.

عبدالغفور لېوال

لیکوال او څېړونکی

دوکتور لېوال په ایران کې د افغانستان پخوانی لوی سفیر دی. هغه د انسان مجلې د کتنپلاوي غړی، څېړونکی، شاعر، او لیکوال دی.

شفیقه نېکزاد

لیکواله او د انسان مجلې فرهنګي ایډیټره

آغلې نېکزاد د انسان څېړنیزې موسسې مرستیاله وه او د ښوونیزې رهبرۍ په برخه کې یې ماسټرې کړې. هغه د ښځو، ښوونې او روزنې، او ماشومانو په برخه کې لیکنې او څېړنې کوي.

په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ