د څېړنیزو بنسټونو او خپرونو له مخې افغان اکاډیمیا او څېړنه لا هم دومره نه ده چې د نړیوالو او سیمهییزو ډلبندیو د قطار په لومړنیو لسو کې راشي. د افغانستان دولتي او غیر دولتي پوهنتونونه لا هم د اصلي او خپلواکو څېړنو توانايي، امکانات او آزادي نه ده ترلاسه کړې. جانبداري، له روش او میتود سره بنسټیزه شوې نابلدي، د سرچینو نیمګړی او محدود لاسرسی، سیاسي، ایډیالوژیک، او فرهنګي انظباط یې کېدلای شي مهم او اساسي ورپېښ ګواښونه یاد شي.
«انسان» په افغانستان کې د آزادو او خپلواکو څېړنو څخه د ملاتړ په موخه له نورو څېړنیزو بنسټونو او خپلواکو څېړونکو سره په ګډه د افغانستان د څېړنې شبکې رامنځته کولو طرحه وړاندې کوي. د افغانستان څېړنې شبکه به د خپلمنځي تفاهم او همغږۍ له مخې د ګډ کار لپاره فرصت نوی برابروي. د ۲۰۲۰ په نیمايي کې د «انسان» له لوري یاده طرحه له یو شمېر نورو بنسټونو سره په ګډه د یادې شبکې طرحه شریکه او لومړني کارونه یې ترسره شول.