د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
«افغانستان د څېړنې شبکې» د کارونو د پرمختګ له پاره د روان هجري شمسي کال د جدې په۲۹مه د څېړنیزو بنسټونود مشرتابه لمړۍ غونډه په «انسان» انسټیټیوټ کې ترسره کړه.
په دغه غونډه کې د انسان څېړنیز انسټیټیوټ مشر فهیم کریم، د طرزي څېړنیز بنسټ مشر داکتر صبغت الله غزنوي، د افغانستان د پراختیایي مطالعاتو مرکز مشر داکتر فردین هاشمي، د کوبها ډیالوګ مشر نذیر سهار، د افغانستان د چارو مرکز مشر مشتاق رحیم، د اپاما مشورتي خدمتونو د شرکت مشرې خوږې کاکړ، دپالیسۍ څېړنو ملي مرکز د اقتصادي برخې مشر اجمل کاکړ، د پراختیاي مطالعاتو او پالیسۍ مرکز مرستیال بسم الله علی زاده او د انسان د څېړنې او پراختیا د برخې مسؤل محمد باسط واحدي برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې لومړی ښاغلي فهیم کریم د افغانستان د څېړنې شبکې د شتون په منطق، د څېړنې اوسنۍ وضع، دافغانستان پراختیا، څېړنې او راتلونکي ماموریت په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، زموږ هڅه داده چې په کور دننه او بهر د څېړونکو او څېړنیزو بنسټونو تر مینځ همغږي رامنځته، د څېړنو له پاره زمینه برابره او اړونده ادارې دغې اساسې برخې ته متوجه کړو.
ورپسې د افغانستان د پراختیایي مطالعاتو مرکز مشر داکتر فردین هاشمي دافغانستان د څېړنې شبکه یو نوښت یاد کړ، او زیاته یې کړه، د دولتي او خصوصي سکتور ترمینځ د همږغۍ نشتون یو تشه ده چې د افغانستان څېړنې شبکه د دغې تشې په ډکولو کې اغیزمنه ثابیتدی شي. هغه همدا راز زیاته کړه، په هېواد کې ډیری څېړنیز انسټیټیونه خپل مینځي اړیکي نه لري او دې موازي څېړنو ته زمینه برابره کړې، په دې سره نوموړي د افغانستان د څېړنې شبکه د اړیکو په ټینګښت کې اغیزناکه وبلله.
مشتاق رحیم د افغانستان د چارو مرکز مشر وویل، موږ باید لومړی د پالیسۍجوړونې څخه په پالیسۍ غوښتنې تمرکز وکړو، په داسې توګه چې مسؤلین او اړوندې دولتې ادارې خپلو مسؤلیتونه ته د څېړنو او پالیسۍ په برخه کې متوجه کړو. هغه همدا راز زیاته کړه، چې دولتې ادارې باید په دې پوه شي چې د مالوماتو محرمیت یانې څه؟ زموږ ډيری محصلین د ښو څېړنو وړتیا لري خو دولتي اداري د مالوماتو د محرمیت تر نامه لاندې مالومات نه شریکوي چې د ځېړنو په وړاندې یو خنډ دی. هغه همدا راز په اوږد مهاله کې افغانستان د څېړنې شبکې په لرلید تاکید وکړ.
بل لور ته دکوبها ډیالوګ مشر نذیر سهار د پالیسي جوړونکو ادارو او فکرخوو نو ترمینځ اړیکو اهمیت ته په اشارې، زیاته کړه چې په څېړنه کې د ظرفیتونو نشتون زموږ ټولنه کې یوه لویه ستونزه ده، چې د افغانستان د څېړنې شبکه به وتوانیږي چې د ځوانو څېړونکو په ظرفیتلوړونه کې برخه واخلي.
د طرزي څېړنیز بنسټ مشر داکتر صبغتالله غزنوي د پالیسۍ غوښتنې او ملي ګټو په پلان تاکید وکړ او زیاته یې کړه چې موږ باید په څېړنو کې ملي ګټو لکه د ډیورند کرښه، د امو سیند، د افعانستان اوبه او اړوندو حساسو موضوع ګانې په خپلو څېړنیزو اجنډاو کې شاملي او څېړنې پرې ترسره کړو.
خوږې کاکړ د اپاما مشورتي شرکت مشرې د ازادو څېړنو د هڅې له پاره د څېړنو ملي پالیسۍ تګ لارې ته په اشارې سره وویل چې مونږ څېړنو ته د دولتې او خصوصي سکتور د پانګونې دجذب په صورت کې کومې تګلاري تعقیبوو؟ د څېړنې د شبکې حقوقي حیثیت، جوړښت، غړیتوب او شرایط یې او موخې یې مهمې وبللې چې باید په غور سره وټاکل شي.
دپالیسۍ څېړنو ملي مرکز د اقتصادي برخې مشر اجمل کاکړ وویل چې د موازي څېړنو د مخنیوي له پاره دغه شبکه یو ستر نوښت دی او زیاته یې کړه، موږ باید په هره برخه کې له دولت څخه ډیره توقع ونلرو، بلکې خصوصي سکتور هم ډیر څه کولای شي. نوموړي ستونزو ته په اشارې سره زیاته کړه چې متاسفانه مونږ د پښتو او دري پلیجریزم د ښودولو له پاره تر دې دمه یو منظم ډیټابیس او امکانات نه لرو چې دې محصېلینو ته د مونوګرافونو او تیزسونو په پیسو د اخیستلو زمینه برابره کړې.
همدارنګه د پراختیاي مطالعاتو او پالیسۍ مرکز مرستیال بسم الله علی زاده زیاته کړه چې زمونږ ډیری څېړنې توصیفي دي، په کار دا ده چې په اساسي موضوعاتو څېړنه ترسره کړو. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د څېړنې شبکه باید خپله ازادي وساتي. هغه همدار راز د کارونو د لا ښه والي له پاره د یوه ورکشاپ او د کلنۍ مجتمع وړاندیز وکړ تر څو اساسي مسؤلیتونه وپیژنو.
د غونډې په پای کې د افغانستان د څېړنې شبکې په غورهوالي، غني کولو، داخلي مسودې جوړولو او د غړیتوب پالیسۍ په اړه خبرې وشوي او پام کې ونیول شوه چې په راتلونکو غونډو کې پرې هراړخیزه خبرې ترسره شي.
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
