د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د تاریخ اونۍ په اړه، چې د «انسان څیړنیز بنسټ» په نوښت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د مرغومي له ۱۵ مې تر ۲۰ مې پيل شوی، خپل لیدلوری بیان کړ.
په هغه لیدنه کې چې په همدې موخه ترسره شوه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د جمهوري ریاست د فرهنګي چارو، فرهنګي او علمي چارو، فرهنګي چارو او بشري سرچینو سلاکارانو او د چارو ادارې د مطبوعاتو رئیس ګډون درلود.
د لیدنې پرمهال جمهور رئیس د تاریخ اونۍ د مراسمو د ترسره کوونکو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس د تاریخ په اړه د خپلو لیدلورو د بیان ترڅنګ د تاریخ اونۍ له ګډونوالو او ویناوالو مننه وکړه او وویل، چې د دغې اونۍ د پای مراسمو کې به د تاریخ حوزې له یو شمېر لیکوالو او څېړونکو سره وویني.
د چارو ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه د اړوند ادارې په پاڼه کې د لوستلو لپاره دا ځای کېکاږئ
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
