د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان
له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
«انسان» د ډيسمبر په ۶مه ۲۰۱۹ د ډاکتر
تتسو ناکامورا د وژل کېدو دوه ورځې وروسته د هغه د درې لسیزو انساندوستانه مرستو
او فعالیتونو ته د درناوي او د ورته شخصیتونو د ستاینې په موخه د هغه په نوم یو
اېوارډ اعلان کړ چې د انساندوستۍ په نړیواله ورځ به ورته شخصیت ته اهداء کېږي.
افغانستان چې په جګړه کې ګیر هېواد دی
او نژدې درې لسیزې کېږي چې متواترو نړیوالو کمکونو ته اړتیا لري او تر دې دمه په
سلګونو نړیوالو، سیمهییزو او کورنیو موسسو او بنسټونو له افغان وګړو سره په
بېلابېلو برخو کې په میلیونونو ډالر په انساندوستانه مرستو لګولي دي.
د دې اېوارډ د ورکړې او اهداء یوه بنسټیزه
موخه د هغه شخصیتونو او بنسټونو درناوی او ستاینه ده چې په سختو شرایطو کې یې په
جګړه کې د ګېرو وګړیو ژوند او روغتیا ته پام کړی دی او له هغوی سره یې د هغوی د
ژغورولو او پیاوړتیا په موخه مرستې کړې دي.
«انسان» د اېوارډ د ورکړې لپاره
ځانګړي معیارونه وټاکل او د یوې اختصاصي کمېټې په مرسته چې د اړوند شخصیتونو د
انساندوستانه فعالیتونو او مرستو ارزونه به کوي، جوړه کړه. د دې کمېټې او په لویه
کې د افغانستان د انساندوستانه مرستو څرنګوالي ته په کتو د ۲۰۲۰ کال د اېوارډ د
ورکړې پرېکړه وشوه.
ټاکل شوې ده چې یاد اېوارډ په ځانګړو
مراسمو کې اهداء شي او په ورته وخت کې په افغانستان کې د انساندوستانه مرستو او
کمکونو په اړه اختصاصي بحثونه او خبرې اترې هم وشي. په دې مجلس او بحث کې به د
نړیوالو انساندوستانه بنسټونو او افرادو ته د دوی د فعالیتونو او کارکړنو د
اروزنې او د ونډې په باب د خبرو ځانګړی فرصت مهیا شي څو د اوس او راتلونکي په باب
وغږیږي.
په درناوي
«انسان» انسټیټوټ
د اګست ۱۹مه ۲۰۲۰ – کابل
د انساندوستۍ نړیواله ورځ
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
