د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
د انسان څېړنیزې موسسې مشرتابه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له سره د هېواد د تاریخي، تحقیقي او علمي متونو د ډیجیټالي کولو په تړاو ناسته وکړه. په دې کتنه کې د انسان انسټیټوت رییس فهیم کریم، د بورډ غړي ایمل جلال، او د انسټیټوت څېړونکي او د څېړنیزې پراختیا مسوول محمد باسط واحدي د انسان انسټیټوت په استازیتوب برخه اخیستې وه.
په دې کتنه کې چې د اترا په دفتر کې ترسره شوه د اترا د رییس ښاغلي عمر منصور انصاري په ګډون د یادې د مشرتابه نورو غړیو هم حضور درلود. د انسان انسټیټوت رییس ښاغلي فهیم کریم په خپلو خبرو کې د «انسان» او نورو نورو ادارو او بنسټونو ترمنځ د څېړنو، پراختیا او علمي غنامندۍ پر ارزښت خبرې وکړې او د یادو بنسټونو په مرسته یې د افغان پوهانو د څېړنیزو مقالو د ډیجټالي کولو لپاره چمتو کول او خپرول یاد کړل، څو له دې لارې د تاریخي منابعو په خوندي کولو د علمي تحقیقاتو د پلیجریزم ستونزه راکمه او د افغان پوهانو څېړنې راتلونکو نسلونو لپاره د ډیجیټالي نړۍ برخه وګرځوي. ښاغلي کریم همدا راز د څېړنې او پراختیا د ملي کنفرانس یادونه وکړه چې تمه ده د یادې ادارې او نورو خپلواکو او دولتي بنسټونو ترمنځ د ملي ستراتېژیکو برنامه د تدوین او پالیسي جوړونه باندې تمرکز وکړي.
د اترا رییس ښاغلي انصاري په خپلو کې وویل، اداره یې د ډیجیټلي صنایعو او محتویاتو په تقویه کولو غواړي چې د هېوادوالو لپاره مرتبط آنلاین عملي، اقتصادي، معلوماتي او نوره منځپانګه زیاته او په دې ډول یې له انټرنټ سره د وصلېدو تقاضا زیاته شي: « دا به په خپل وار غوره پانګونې او خدماتو ته لار پرانیزي.»
د انصاري په خبره اترا اداره به د ټیلي میډیسن، انلاین زدهکړو، ډیجیټل میډیا، الکترونیکي هويت او ټکنالوژۍ نړۍ کې په اختراعاتو او څېړنو پانګونه وکړي. د مجلس په پای کې هوکړه وشوه چې د «انسان» او «اترا» ترمنځ به د ګډو کارونو په موخه په یو میکانیزم کار کېږي او د نویو پرمختګونو لپاره به زمینه مساعدیږي.
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
