د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
انسان انسټیټوت او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ د علمي، فرهنګي، رسنیزو او ټولنیزو چارو په برخه کې د همکاریو، ګډو موخو، او مشترکو پروګرامونو د اجراء په موخه د همکاریو یو هر اړخیز تړون لاسلیک شو.
د دې تفاهملیک د محتوا له مخې به دواړه ادارې د څېړنیزو مسایلو د پراختیا، پرمختګ، ظرفیتلوړوني، او د اړتیا وړ ټولنیزو، فرهنګي او تاریخي مطالعاتو د اجراء لپاره د څېړنیزې او مطالعاتي اجنډاء په برخه کې اقدامات کوي. دا تړون به دواړو لوریو ته دا فرصت ورکړي څو په افغانستان کې د څېړنیز کلتور د بډاینې او تدوین په برخه کې هم مشترکې او هر اړخیزې هڅې وکړي.
دا تړون چې د انسان څېړنیزې موسسې رییس ښاغلي فهیم کریم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین ښاغلي هارون حکیمي له لوري لاسلیک شو، د دواړو ادارو پر لا زیاتې خپلمنځي همکارۍ ټینګار وشو.
د تفاهملیک د امضاء په مراسمو کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي ډاډ ورکړ، چې وزارت به له یاد انسټیټیوټ سره د هوکړه لیک په چوکاټ کې هر ډول مرسته کوي. دغه راز ښاغلي حکیمي وویل، چې د انسان انسټیټیوټ څېړنې به د وزارت په ویبپاڼو خپرې کړي.
همدا راز د انسان انسټیټوت رییس فهیم کریم په خپلو خبرو کې د تاریخ اونۍ د دایرېدو په برخه کې چې د «انسان» کلنی نوښت دی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه او کارکوونکو د مرستو او همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې یاد کلنی پروګرام به د یاد تفاهملیک له مخې په راتلونکي کې هم د یاد وزارت د مرستې او همکارۍ لپاره مراجعه کوي.
دواړو لوریو هیله وښوده چې په افغانستان کې د کلتوري بډاینې، زغم، یو بل منلو او د انتقادي تفکر د رواج لپاره به له هر ممکن فرصت څه ګټه اخلي او د دې خاورې د انسانانو د هوساینې او بساینې لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
