د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ډاکتر تتسو ناکامورا د بشري خیر ښېګڼو او ارزښتمنو هڅو یوه بېلګه ده. هغه د ډيسمبر په څلورمه له خپلو پنځو همکارانو سره یو ځای په جلالآباد ښار کې د ټوپک په ډزو لومړی سخت ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
په نړۍ کې یوه ډله خیر غوښتونکي له اړمنو انسانانو سره د توکو په برابرولو کې مرسته کوي خو یوه بله ډله انسانپالان خلکو ته له خپلو انساني او طبیعي ظرفیتونو د کارونې لارې او مهارتونه ښيي. دویمه ډله، د انسانانو آزادونکي دي: د فقر او بېګانګۍ له زندانونو څخه د انسانانو ازادونکي. ناکامورا همداسې یو خپلواکي بښونکی انسانپال وو. هغه ثابته کړه چې انساني هڅه یو ناوړه چاپېریال په تلپاتې ښېرازۍ بدلولائ شي.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
د بشري حقونو په نړیواله ورځ به هر کال یاد اېوارډ د ناکامورا په څېر شخصیتونو او انسانپالونکو ته اهداء کېږي او د یو ډېر ځانګړي مناسبت په لړ کې به د انسانپالنې د هڅو د ستاینې تر څنګ د یادو خیر غوښتونکو نوښتونو پر اهمیت، ارزښت، تلپاتېوالي او انتقال هم بحث او ډیالوګ رامنځته کېږي.
افغانستان تر بل هر وخت بشردوستانه او خیر غوښتونکو هڅو او فعالیتونو ته اړتیا لري او دا باید د دې جغرافیې د انسانانو په یو اصلي او دایمي ښوونیز او روزنیز کلتور واوړي چې له نورو انسانانو سره مرسته، د هغوی لاسنیوی او په پراختیا، برابرۍ، هوساینه او آزادۍ کې د هغوی د وړتیاوو څخه ګټه اخیستل د زدهکړو، فرهنګي فعالیت، ټولنیز او تاریخي پوهاوي له لوري ممکن کړای شي.
«انسان» د یو حقوقبشري، انسانپالونکي او منتقد بنسټ په توګه ډاډ څرګندوي چې د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ په زمینه کې به د انساندوستۍ او د فقید ډاکتر تتسو ناکامورا د تلپاتې میراث د خوندي تابه، عامولو، او په دې لړ کې د نویو نوښتونو ایجاد ته لاره هواره کړي.
ژوندی دې وي انسانیت
تلپاتې دې وي د ناکامورا یاد
«انسان» هاوس
د ډیسمبر ۶مه ۲۰۱۹ – کابل افغانستان
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
