د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
دا د «انسان» د اقتصادي مطالعاتو او زدهکړو یو نوی پروګرام دی چې د اقتصادي پالیسۍ او تاریخ په اړه د څېړنو سربېره د اقتصادي پراختیا مخکړنې ته په پام سره د افغانستان د اقتصاد په اړه ګڼې څو رښتیزې او منځرښتیزې پروژې عملي کوي.
ارواښاد مجید زابلی چې له نن پوره ۲۲
کاله وړاندې په ۱۹۹۸ کې ومړ، د افغانستان د نوي اقتصاد د پلار حیثیت لري. د ملي
اقتصاد د وزیر په توګه د هغه کړنې او پروګرامونه د اوسني افغانستان د اقتصادي
بنسټونو مهمې او جدي برخې دي.
«انسان» غواړي څو د افغانستان اقتصادي
تاریخ، بانکدارۍ، خصوصي سکتور، خصوصي تشبثات، بهرنۍ پانګونې، ترانزیت، تجارتي
پالیسۍ، اقتصادي زونونو، عوایدو، ګمرکونو، ملي اقتصاد، کلني سرانه عاید، او ورته
اقتصادي پراختیايي مسایلو باندې هم بحثونه، څېړنې، پالیسي لنډیزونه، لیکنې، د زدهکړو
پروګرامونه او د نشراتو او خپرونو پراخ بهیر پیل کړي.
مجید زابلي د اقتصاد ښوونځی د اقتصاد
متخصصینو، محصلینو، څېړونکو او کارپوهانو لپاره خلاص دی. د غړیتوب یوه ځانګړې
پالیسي چې کولای شي د اقتصادي مطالعاتو او اقتصادي پراختیا د برخې هر وګړی په کې
برخه واخلي او د دې برخه او غړی شي.
زموږ د څېړنیزې پراختیا څانګه د همدې
چارې مسوولیت لري، لطفاً د خپل غړیتوب او د پروګرام د نورو اړخونو په اړه د پوهېدو
په موخه لاندې برېښنالیک ته پیغام پرېږدئ او زموږ له همکارانو سره اړیکه ونیسئ
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
