د لوړو زده‌کړو وزارت له مشرتابه سره د «انسان» د رهبرۍ کتنه

ټاکل شوې ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت او د «انسان» څېړنیزې موسسې ترمنځ د علمي او څېړنیزو بحثونو او خبرو اترو لړۍ په راتلونکي کې هم دوام پیدا کړي.

د «انسان» څېړنیز بنسټ رهبرۍ د روان هجري شمسي کال د تلې په ۱۵مه د لوړو زده‌کړو وزارت له مالي او اداري مرستیال ښاغلي نوراحمد درویش، د پلان او پالیسۍ له رییس بری مبارز، د اطلاعاتو او نشراتو رییس حامد عبیدي او د لوړو زده‌کړو د پراختیا پروګرام د ستراتېژۍ له متخصص خالد مومند سره د هغه په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د «انسان» عمومي رییس ښاغلي فهیم کریم لومړۍ د «انسان» د پيل او اوس په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو تحولاتو اغېز د څېړنې او پالیسۍ پر فرهنګ باندې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، د افغانستان دولتي پوهنتونونه لا هم د پنځوسو کالو پخواني اکاډمیک عرف پر اساس چې یو رښتیز یا Mono-Disciplinary دی اکاډیمیک تشکیلات او جوړښتونه لري. هغه همدا راز د هېواد په پوهنتونونو کې د څو رښتیز او منځ‌رښتیز مطالعاتو او تحصیلي څانګو د ایجاد پر اهمیت او په یو شمېر برخو کې د «انسان» پر ونډې او مفکورو خبرې وکړې او د مهاجرت د مطالعاتو، فرهنګي مطالعاتو او د جګړې د مطالعاتو د څو رښتیزو ډيسپلینونو د ایجاد وړاندیز او په دې برخه کې یې د ګډې همکارۍ باندې تمرکز وکړ. ورپسې د «انسان» څېړنیزې موسسې د څېړنو مرستیال ښاغلي ضیاالحق شمس د دې بنسټ په فعالیتونو، پروګرامونو، او په هیواد کې د څېړنو د ملي پالیسۍ پر شتون او د څېړنو د کلتور په عامولو کې د ملي ادارو د مرستو او همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي شمس د خپلو خبرو په جریان کې د «انسان» له لوري د افغانستان د څېړنې شبکې پر نوښت اختصاصي تمرکز وکړ او د هغه په چوکاټ کې یې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان څېړونکو او متخصصینو د حضور، د څېړنیزو مرکزونو د غړیتوب او ورته سهولتونو په باب مالومات ورکړل او هغه یې د یو پیاوړي او ټول‌شموله څېړنیز نظام په رامنځته کولو کې یو بنسټیز ګام یاد کړ. ښاغلي ایمل جلال د «انسان» څېړنیزې موسسې د کلتوري مطالعاتو د پروګرام مشر، د فرهنګي مطالعاتو پر اهمیت او څرنګوالي او په ځانګړي ډول د «انسان» له لوري د فقر د مطالعاتو پر پروژې هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي جلال همدا راز د «انسان» له لوري د افغانستان د څېړنې او پراختیا د کنفرانس پر طرحې چې په نژدې راتلونکي کې د «انسان» لخوا د نورو هم‌لورو دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې باید دایر شي او په دې کې د لوړو زده‌کړو د وزارت او په لویه کې د لوړو زده‌کړو د سیستم د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي جلال همداراز له کابل پوهنتون سره له نژدې د کار او د ملاتړ پر ضرورت او په دې برخه کې د «انسان» پر طرحې رڼا واچوله چې څنګه باید د څېړنو، مطالعاتو، بحثونو او اړوند چارو په برخه کې له نژدې کار وشي.  

د لوړو زده‌کړو مالي او اداري مرستیال ښاغلي نوراحمد دروېش د «انسان» څېړنیزې موسسې د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د لوړو زده‌کړو وزات له «انسان» سره د علمي- تحقیقي فعالیتونو او د څېړنو او پراختیا کنفرانس په دایرولو کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

ښاغلي درویش څېړنه او پراختیا له یو بل سره تړلي وبلل او ویې ویل :«د لوړو زده‌کړو وزارت د استادانو د ظرفیت لوړونې  له پاره د څېړنو د مرستې (Research Grants) او د دوکتورا سکالرشیپونه په نظر کې نیولي څو وکولای شو معیاري څېړنې ترسره او ستونزو ته د حل‌لاره پیدا کړو».

نوموړي د «انسان» څېړنیز بنسټ له لوري د علمي او څېړنیزو پروګرامونو د وړاندیز هرکلی وکړ، او پدې اړه یې په را تلونکي کې د لیدنو سپارښتنه وکړه. په ورته وخت کې د لوړو زده‌کړو لپاره د لس کلن ستراتېژیک پلان د تدوین او د څېړنیزو او علمي برخو پر پالیسیو د بیاکتنې په اړه یې د «انسان» د حضور او سهم غوښتنه وکړه چې «انسان» څېړنیزې موسسې له لوري یې هرکلی وشو.

د غونډې په پای کې «انسان» په اړه د بشپړې پېژندنې سند، له لوړو زده‌کړو وزارت سره د ګډ کار او همکارۍ د چارچوب یادښت، او د افغانستان د څېړنې او پراختیا کنفرانس طرحه شریکه او د نورو ملاتړو اسنادو د شریکولو ژمنه وشوه. ټاکل شوې ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت او د «انسان» څېړنیزې موسسې ترمنځ د علمي او څېړنیزو بحثونو او خبرو اترو لړۍ په راتلونکي کې هم دوام پیدا کړي.


په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ