میرویس خان او کلتوري ملتجوړونه
د میرویس خان د ۳۰۴م تلین په زمینه او د افغانستان د اختصاصي مطالعاتو په لړ کې د میرویس خان په تاریخي ونډې بحث کوو
د ۱۷۰۹ کال په اپرېل کې ګرګین خان چې د صفوي ایران لخوا په کندهار کې حاکم و، د کندهار او د څېرمه ولایتونو د مطرح قومي مشر او بانفوذه سیاستوال میرویس خان هوتک او د افغانانو د ستر لښکر له لوري ماتې وخوړه او کندهار خپلواک شو.
د ګرګین له منځه تګ د صفويانو پوځ او په زور، ظلم او جبر ولاړ حاکمیت ګډوډ کړ. په داسې وخت کې چې د افغانانو په خاوره د مغولو او صفویانو تاړاک او ظالمانه جبر روان وو، د وېشل شویو، لرو پرتو او ځايي وګړیو یوځای کول او د دوی پر وړاندې درول، د میرویس خان په کارنامو کې حسابېږي.
مېرویس خان څه وکړل چې له وفاته یې درې سوه کاله وروسته هم افغانان د خپلواکۍ اتل، د معاصر افغانستان بنسټګر او د هویت او ملت جوړونې مفکر بولي؟
د میرویس خان په اړه د نورو تاریخي شخصیتونو په پرتله ډېر لږ او محدود متن پاتې دی، مګر په شته متن کې هغه یو ځیرک، مدبر او بانفوذه شخصیت یاد شوی چې د مشرۍ ترڅنګ یې سوداګري هم کوله.
کله چې میرویس خان د ګرګین له لوري له دې امله چې په کندهار کې یې د ده د فعالیتونو مخنیوی کاوه او د هغه له مال، جایداد او نفوذ څخه یې حسد درلود، صفوي دربار اصفهان ته واستاوه، او په ورپسې لیک کې یې د اصفهان د دربار مشرانو ته ولیکل چې میرویس خان دې هلته له ځان سره وساتي. میرویس خان چې په صفوي دربار کې د پراخ فساد، لټۍ او بېکارګۍ په لیدو نارامه وه، په لنډ وخت کې یې د صفوي دربار اعتماد ترلاسه کړ. له هغوی څخه په اجازې یې د حج لپاره مکې ته مخه کړه او له مکې څخه د ګرګین او صفویانو پر وړاندې یې د جهاد فتوا راوړه.
شته مختصر تاریخي یادښتونه کاږي چې یاده فتوا د دې باعث وګرځېده تر څو د تیت و پرک ولسونو او قومونو ترمنځ د ګرګین او صفوي لښکرو پر وړاندې قیام ته وهڅيږي.
د میرویس خان د ۳۰۴م تلین په زمینه او د افغانستان د اختصاصي مطالعاتو په لړ کې د میرویس خان په تاریخي ونډې، کلتوري ملتجوړونې او د خپلواکۍ په موخه د خلکو او ولسونو د تحرک په اړه یو اختصاصي بحث جوړوو.
ځای: دارالامان واټ، د کاتب پوهنتون کوڅه، د کاتب پوهنتون د څېړنو مرکز ترڅنګ د «انسان» دفتر
د میرویس خان د ۳۰۴م تلین په زمینه او د افغانستان د اختصاصي مطالعاتو په لړ کې د میرویس خان په تاریخي ونډې بحث کوو
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي سلاکار
د تاریخ پيایچډي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی
د پوهنتون استاد او د افغانستان د تاریخ څېړونکی
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
