د ښځو له نظره د افغانستان د تاریخ بیاځلي کتنه

پرېلیکه غونډه

د جیوپولیټیک له اړخه د افغانستان تاریخ تل له جګړې او ډیپلوماسۍ سره تړلی خو په دې جګړه او ډيپلوماسۍ کې یو مهم اړخ چې تل له پام غورځېدلی مېرمنې دي. په حقیقت کې دلته د پام وړ میرمنې شته چې د هېواد په سیاست، کلتور، شعر او ورته برخو کې یې رغنده برخه اخیستې لکه، ګوهرشاد بیګم – په تیموري سلطنت (۱۳۷۰-۱۵۰۷) کې کې مشهوره سیاسي څېره،  رابعه بلخي - د نولسمې پیړۍ شاعره او ملکه ثریا طرزي پېژندل شوي څېره او د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقوقو مدافع، چې کیسي یې د افغانستان په تاریخ کې کمې ذکر شوي.

له طالبانو څخه وروسته د نړیوالې ټولنې ښکیلتیا په افغان میرمنو تمرکز وکړ، د نویو فرصتونو په رامنځته کولو او د ښځو د حقونو په اړه یې بحث او ډسکورس ته زمینه برابره کړه. اوس له شته خنډونو او فرصتونو سربېره د معاصر تاریخ مطالعه د ښځو له نظره یو ضروري اصل ګڼل کېږي.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ