د پېښو خونه؛ د جان بولټن په کتاب کې پر افغانستان خبرې

«انسان» غواړي د جان بولټن د تازه چاپ شوي کتاب په ټولیزه کتنه کې په ځانګړي ډول د افغانستان په څپرکو تمرکز وکړي او د کتاب د بیاکتنې په لړ کې هغه برخو ته تم شي چې د همدا نن مسلې او پېښې دي.

تازه د جون په ۲۴مه ۲۰۲۰ د جان بولټن تازه چاپ شوي کتاب ته د خپرېدو اجازه ورکړل شوه. دا جنجالي کتاب چې تر یو شمېر سختو نیوکو لاندې راغلی، د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ په اړه د ټرمپ په اداره کې له ګڼو سیاستونو او پالیسیو پرده پورته کوي.

له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو خبرې اترې، په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول، د امریکایي پوځیانو بېرته کورونو ته ستنول او په دې تړاو د ټرمپ په اداره کې خپل‌منځي اختلافات او له اشخاصو نیولې بیا د پرېکړو تر کچې توپیرونه د دې کتاب مهمې مسلې دي. د افغانستان پر سر لویې پرېکړې د لویو قدرتونو په دفترونو کې د چا او د کومو موخو، غوښتنو او انګېرنو په چوکاټ کې کېږي؟

آیا د افغانستان په اړه د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د متحده ایالتونو پرېکړې او انګېرنې د افغانانو له ژوند او راتلونکي سره څومره مانالرونکې اړیکې لري؟

 

«انسان» غواړي د جان بولټن د تازه چاپ شوي کتاب په ټولیزه کتنه کې په ځانګړي ډول د افغانستان په څپرکو تمرکز وکړي او د کتاب د بیاکتنې په لړ کې هغه برخو ته تم شي چې د همدا نن مسلې او پېښې دي.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ