د محمد حسن کاکړ څلورم تلین؛ د پوهاند کاکړ تاریخ‌لیکنه

پرېلیکه غونډه

د پوهاند کاکړ لیکنو د تاریخ لیکنې په برخه کې ملي او نړیوال شهرت موندلی، هغه پښتو او دري ته د پېچلو موضوعاتو په ژباړلو کې ځانګړی مهارت درلود او د خپل ژوند په ورستیو کلونو کې یې ډېری فلسفي مفهومونه او نظریات د افغانو لوستونکو په منځ کې د زغم او حوصلې د کلتور د عامولو په موخه وژباړل.

پدې ناسته کې به لومړی د پوهاند کاکړ پر علمي کارونو بحث تر سره او پدې به خبرې وکړو چې د هغه تاریخي لید څرنګوالی څنګه بیانیدای شي؟ او ورسته به ملي ژبو ته د هغو د ژباړو په اړه بحث وکړو. د هغه وروستي ژباړل شوي کتابونه، «جان سټوارټ مل په نوي دقیقو کې»  او «د افغانستان سیاسي او  ډیپلوماټیک تاریخ ۱۸۶۳-۱۹۰۱» غږېزه بڼه چې پښتو ته ژباړل شوي هم خپاره شي.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ