د فرهنګي آبداتو ساتنه؛ تېر، اوس او راتلونکی

پرېلیکه غونډه

د افغانستان د لرغونپوهنې علمي پيژندنه د شلمي پېړۍ په لومړیو کې د فرانسې، المان او ایټالوي لرغونپوهانو له خوا پیل شوه، سره له دې چې تر دې وړاندې بریتانوي مسافرینو له افغانستان څخه ځینې لرغوني آثار راټول کړې وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د افغانستان په ډیری برخو کې لوی او واړه کشفونه لکه په شمال کې د آی‌خانم او له تاریخ وړاندې د کندهار په منډیګک کې موندل شوي.

د افغانستان لرغونې سیمې، د دې هېواد بډایه تاریخ په ګوته او سیمه کې د کلتوري لارې په توګه پیژندل کېږي، خو په حکومت کې د پالیسیو او سرچینو نشتون د تاریخي ځایونو د له مینځه تلو سبب ګرځېدلي.  په ډېرو برخو کې تاریخي اثار په غیرقانوني توګه قاچاق او یا په قصدي توګه له مینځه وړل شوي (د۱۹۸۰مو کلونو په اخره کې د مجاهدینو له لوري په  ننګرهار کې «هډه» او ۲۰۰۱ کې د طالبانو لخوا د بامیانو د بوت له مینځ وړل یې بیلګې دي).

د غونډې برخه‌وال به د افغانستان د لرغونو سیمو په وړاندې ننګونو او د شته ځایونو د ساتنې لپاره د چارواکو ظرفیت او د پاتې تاریخي ځایونو ساتنې او مطالعې په احتمالي فرصتونو وغږیږي.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ