د عایشې درانۍ یاد

د ثریا د ښځو فوروم د ښځو د تاریخي پس‌منظر په تړاو بحث او خبرې کوي

عایشه درانۍ په ۱۱مه هجري قمري پېړۍ کې زېږېدلې. او دقیقاً په ۱۲۳۵ کې وفات شوې ده. د تاریخي یادښتونو په استناد عایشې درانۍ خپل شعرونه تر خپل مرګ درې کاله مخکې یانې په ۱۲۳۲ کې راټول کړي او داسې انګېرل کېږي چې یو څه برخه یې ترې خپله لرې کړې ده.
عایشه درانۍ چې د تیمورشاه، زمان شاه او شاه شجاع په زمانه کې اوسېدلې، د تیمور شاه دراني له لوري د یوې یوې مطرحې او فعالې شاعرې په توګه تل نازول شوې او تر هغه راوروسته یې د کشمیر په یوه جګړه کې د خپل ځوان زوی په وژل کېدو د خپل وخت له شاهانو سره ډېرې شخړې راغلي او په ګڼو شعرونو کې یې غندلي دي.
عایشه درانۍ زموږ په ادبیاتو کې چېرې ځای لري او څنګه یې پېژنو؟

"ثریا د ښځو فوروم" د عایشې درانۍ د شاعرۍ او ژوند په تړاو یو بحث جوړوي چې په کې به د هغه د شعر په خصوصیاتو او د ژوند په اړخونو خبرې وشي.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ