د تاریخ مطالعه یوې ټولنې ته د هغه د تېر د سپړنې له لارې د خپلوۍ احساس ورکوي. موږ پوهوي چې څنګه تیر سیسټمونه، ایډیالوژۍ او کلتورونه ورغېدل او پرمختګ یې وکړ. د څلورو لسیزو جګړو نه یوازې د افغانستان زیربناوې له مینځه یوړې، بلکې  له کتابتونونو او موزیمونو نیولې بیا د تاریخ د زده‌کړې او میراثونو ته د اوښتو زیانونو سره یې ټولنیزه او کلتوري حافظه وځپله. د افغانانو لپاره د جګړې پر مهال ژوند یوازې د ځان‌ساتنې او بقاء لپاره و او ډېر کم فرصت یې وموند څو د تاریخ په اړه فکر وکړي. حتی د نړیوالې ټولنې په مرسته دې هېواد ته ډېرې پالیسۍ او پروګرامونه داسې جوړ شول چې له افغاني ټولنې یې لږ او ژوره پوهه درلوده. افغانان د تاریخ مضمون وګرځېدل پرته له دې چې خپله د خپلو کیسو راویان وي.

له بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي ننګونو سره سره، ډېری افغان او نړیوالو پوهانو د افغانستان په تاریخي، ټولنیزو او بشري مطالعاتو کې د پام وړ برخه اخیستې ده.

دا کارونه د اوسمهال او د ټولو هغه بدلونونو چې ورسره پېښېږي، پر پوهېدل اړین دي.

په دې ویبنار کې به په افغان او نړیوال تاریخ‌پوهان د افغانستان د تاریخي مطالعاتو په زمینه کې د وروستیو بدلونونو په اړه وغږیږي.

د افغانستان په تاریخي مطالعاتو کې اوسني جریانونه او تمایلات کوم دي؟

کوم بحثونه او علمي مناظرې اوسنۍ تیوریکي او د تاریخ‌نګارۍ مخکړنې ته لوری ورکوي؟

دا ټول له نورو معرفتي سنتونو؛ د ادبي عرفونو، مذهبي مطالعاتو په ګډون او دې ته ورته له نورو سره څه ورته‌والی او توپير لري؟



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ