د افغانستان فکري تاریخ او د سراج‌الاخبار ونډه

پرېلیکه غونډه

په ۱۹۱۹ م کال کې د افغانستان د خپلواکۍ تاسیس او تر هغه وړاندې د امیر حبیب الله خان راتګ د معاصر فکري تاریخ د ودې لپاره خورا مهم وو. د نویو ښوونځیو تاسیس، لکه د حبیبیي عالي لیسې په راتلونکي لسیزه کې په کابل کې فکري روڼ‌اندۍ ته زمینه برابره کړه. همدرانګه د ۱۹۱۱ کال کې سراج الاخبار ورځپاڼې هم د فکري روڼ‌اندۍ په وده کې به کور دننه او بهر کې رغنده رول درلود.

د دې پرمختګونو سره سره ، په معاصر تاریخ کې فکري روڼ اندي ډیر لږ بحث شوی. سراج الاخبار د فکري پوهې ، انتقادي فکر او د نويو نظرونوپه وده کې یوه بې سارې هڅه وه. تکړه لیکوال او ژورنالیست ډاکټر داود جنبش سراج‌الاخبار پښتو ته ژباړلی. پدې ناسته کې به د پښتو ژباړې د بحث سربیره، له یو بل نامتو څیړونکي او ژورنالیست ډاکتر داود اعظمي سره په افغانستان کې د فکري تاریخ د ودې په اړه بحث وکړو. د سراج‌الاخبار تاریخ او د نوو افکارو، پوهې په وده کې ورته سرچینو او نقش او په سراج الاخبار کې د بیان شويو پیښو له لارې موږ له هغه دورې څه زده کولی شو؟ د لودي پښتنو، میرویس خان هوتک، احمدشاه دراني او د پښتنو شاهانو د سیاسي مفکورو، د ټولنیزو او فرهنګي نهضتونو او د خلکو جمعي ونډه څنګه د تحلیل وړ ده؟ د افغانستان د فکر تاریخ سپړل مرسته کولای شي څو هغه جریانونه او مفکورې درک کړو چې د افغانستان په تحول کې یې برخه  لرله.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ