دا چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري پر افغانستان د اوبو د بې‌ساري مدیریت له پلوه تر پوښتنې لاندې دی، پاکستان په ورته مهال د اوبو د پراختیا یوه اړخیزه ستراتېژي لري چې یوه بېلګه یې د افغانستان له خبرولو پرته د چترال پر اوبو د بند جوړول دي. د ولسمشر غني د لومړۍ دورې د اساسي برنامو یوه برخه د اوبو د بندونو جوړول او د انرژۍ د تولید چاره وه، چې دا دریځ په تېرو څو کلونو کې د ګاونډیو د توجه او غبرګون وړ ګرځېدلی دی.

افغان حکومت او متخصصین په ګاونډیو هېوادونو پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا کې چې ورسره ګډې سیندیزې حوزې لرو، څومره د دوی د اوبو د مدیریت پر ستراتېژۍ خبر یو او دلته د پوهانو ترمنځ د هغوی پر پالیسیو د بحث او خبرو لپاره څومره امکان رامنځته شوی دی؟

د اوبو له مدیریت سره د افغانستان لېوالتیا په څه کې ده؟ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اند «پر اوبو له کار سره زموږ د لېوالتیا دلیل دا دی، چې موږ تمه لرو افغانستان انرژۍ دې د سوداګرۍ پر مرکز بدل شي. له بل لوري، سویلي آسیا انرژۍ ته شدیده اړتیا لري او له بل لوري مرکزي آسیا د انرژۍ یو لوی تولیدونکی دی. داسې هیلې شته، چې افغانستان وکولای شي نه یوازې د خپلو اوبو له سرچینو ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي، چې دا کار به افغانستان متحول کړي او له یو بل سره به زموږ د هېوادونو د نښلوونې لامل وګرځي.»

د افغانستان اوبه د یو پیاوړي اقتصادي سیستم منځ‌ټکی دی چې کولای شي د یو مشروع ثروت په ایجاد کې رغنده ونډه ولري. دا د تأمل وړ موضوع ده چې د اوبو سرچینې په اروپا کې د شرق په هکله دوه پېړۍ وړاندې پام کې نیول کېدې، پرې لیکنې کېږي، مګر د دې خاورې پر سیاسي تاریخ کې په دې هکله له ناحل شویو او نه مطرح شویو لانجو بل څه نه مومو.

 

هر کال تر نژدې یو نیم میلیارده متره مکعبه اوبه د سېلابونو او وچکالۍ له امله له لاسه وځي. افغانستان له خپلو اوبو یوازې لس سلنه ګټه اخلي. پرته له چین څخه نورو خپلو ټولو ګاونډیانو ته اوبه برابروي.

ځای: دارالامان واټ، کارته سه، د «انسان» دفتر

https://youtu.be/ty8TjtFtw2g



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ