د تاریخ اونۍ ۲۰۲۱ پرانیستونکي مراسم او د حبیبالله رفیع ستاینه
د تاریخ اونۍ ۲۰۲۱ دویم کلني پروګرام پرانیستونکي مراسم د تاریخپوه او مشر څېړونکي او لیکوال استاد حبیبالله رفیع د ژوند او کارونو پر ستاینه پيلیږي
د تاریخ اونۍ دویم کلنی پروګرام چې پرانیستونکي مراسم یې د افغانستان په ملي موزیم کې ترسره کېږي، د یو اوه ورځني ملي پروګرام په بڼه چې کورني او بهرني پوهان او متخصصیان په کې برخه اخلي، د تاریخي مطالعاتو د بډاینې او د لا زیاتې پانګې په موخه ترسره کېږي. د دویم کلني پروګرام کلنی عنوان د ولې تاریخ موضوع ده چې تمرکز پرې د تاریخ اهمیت، ارزښت، راتلونکي او تېر په اړه دی.
په دې پرانیستونکي مراسمو کې انسان انسټیټوت پتیلې چې د افغانستان د معاصر تاریخ یو نوموتي لیکوال او څېړونکي استاد حبیبالله رفیع د ژوند او آثارو قدرداني وکړي.
استاد حبیب الله رفیع په ۱۹۴۶ کال په میدان وردګ ولایت کې زېږېدلی او د هېواد په سطحه یو پيژندل شوی لیکوال او څېړونکی دی چې د تاریخ په مختلفو پړاونوو کې یې د افغاني فولکلور، ادبیاتو، کلتور، خلکو، رواجونو او پېښو په اړه بې شمېره مقالې او تر سلو ډېر کتابونه په پښتو او دري ژبو لیکلي. استاد رفیع بیلابیلې دندې ترسره کړي چې اوس مهال د علومواکاډمۍ مشارو او علمي غړی دی.
په همدې مناسبت د پښتو ژبې د ودې، فولکور، ادبیاتو او تاریخي پېښو په اړه د استاد رفیع هڅې او کوښښونه ستایو.
د تاریخ اونۍ ۲۰۲۱ دویم کلني پروګرام پرانیستونکي مراسم د تاریخپوه او مشر څېړونکي او لیکوال استاد حبیبالله رفیع د ژوند او کارونو پر ستاینه پيلیږي
د غونډې چلوونکی:
صابر مومند
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند
ویناوال:
فهیمالله کریم
د انسان څېړنیزې موسسې رییس
محمد طاهر زهیر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست
داکتر سردار محمد رحیمي
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین
داکتر عمر شریفی
د افغانستان امریکایی پوهنتون استاد او د افغانستان مطالعاتو لپاره د امریکایی انسټیټیوټ د کابل څانګې رییس او څېړونکی
رفیعالله نیازی
د علومو اکاډمۍ علمي منشي
محمد فهیم رحیمي
د افغانستان د ملي موزیم رئیس
داکتر طارق رشاد
د نشراتو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار
او
استاد حبیبالله رفیع
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.
