«انسان» انسټیټوټ د افغانستان د حکومت د پالیسي لومړیتوبونو د بحث د یوې نوې لړۍ په سر کې د امنیتي سکتور، په اختصاصي ډول د کورنیو چارو وزارت اړوند پر پالیسي کارونو او لومړیتوبونو په اړه د متخصصینو ترمنځ خبرې او بحث وکړ.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیالې حسنا جلیل ټول هغه اوږدمهالي او منځمهالي ریفورمونه توضیح کړل چې د کورنیو چارو وزارت به یې ترسره کوي. تر دې دمه په ترسره شویو پالیسي جوړونکو بدلونونو هر اړخیز تمرکز وشو چې د خدماتو او د فساد د مخنیوي په برخه کې یې اغېزه درلوده.
د بحث ګډونوال د «انسان» کورني څېړونکي او متخصصین، پالیسي شنونکي، ژورنالیستان او لیکوالان وو.
د دې بحث او خبرو بشپړه بڼه د «پالیسۍ لنډیز» په توګه خپریږي او ویډیويي بڼه به یې هم ډېر ژر نشر ته وسپارل شي.