د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
افغانستان د احمد شاه دراني لخوا په ۱۷۴۷ میلادي کال د یوه هېواد په توګه تاسیس او د یو معاصر دولت تاریخ یې له همدې ځایه پیل شو، خو بډایه میراث یې څو پیړۍ وړاندې تاریخ لري. په حقیقت کې پر دې خاوره د بشر موجودیت کېدلای شي تر ۵۰ زرو کالو وړاندې پورې ورسیږي؛ د دې سیمې کرنیزې ټولنې د نړۍ لومړنۍ ټولنې وې او ښاري فرهنګ یې ۳۰۰۰ تر ۲۰۰۰ کاله وړاندې له میلاده رامنځته شوی دی.
د افغانستان په تاریخ پوهیدو له پاره د دغه هېواد د جغرافیي او ستراتیژیک موقیعت پیژنده اړینه ده. د هند، چین، منځني ختیځ او لویدځ په لار کې پروت دغه هېواد د نړۍ د لویو تمدنونو لکه یونانیانو-باختریانو، کوشانیانو، یفتلیانو، صفویانو، غزنویانو، هوتکیانو او درانیانو کور وو. دغو تمدنونو له ځانه سره ارزښتناکه کلتوري میراثونه پریښي، خو ډېر لږ یې په لیکلي بڼه شتون لري او د تاریخ ډیری برخه په شفاهي ډول، داستانونه او پېښې د لویو واکمنانو د لید تر تاثیر لاندې لیکل شوي دي.
په ۱۹۶۰مو کلونو کې تعلیمي اصلاحات رامینځ ته، پوهنتونونه، کتابتونونه جوړ او لرغوني ځایونه ورغول شول. په ۱۹۳۲ م کال د کابل پوهنتون په تاسیس سره محصېلینو د طبیعي علومو ترڅنګ سیاست او فلسفي افکارو ته مخه کړه او دغه پوهنتون د بهرنیو څېړونکو او متخصیصنو چې په څېړنو، خپراوي او ژباړه کې یې ځانګړي مهارتونه لرل کوربه شو.
دغه پرمختګونو د جګړې له امله زیان ولید. د څلورو لسیزو جګړو نه یوازې د افغانستان زیربناوې ویجاړې کړې، بلکې د کتابتونونو، موزیمونو او نورو تاریخي زدهکړو ځایونو په ویجاړولو سره یې زموږ ټولنیزه او کلتوري حافظه هم له ګواښ سره مخ کړه. جګړې ډیری ځوانان د تیر تاریخ له مطالعې او زدکړې زړه توري کړل، ډیر هغه کسان چې افغانان او د افغانستان تاریخ مطالعه کوي بهرنیان دي چې څېړنو ته یې لاسرسی ستونزمن دی.
دغه ننګونې د «تاریخ د اونۍ» د نوښت دلیل دی، څو د تاریخ په اړه پوهاوی ډېر کړي، څېړنو ته لاره هواره او تاریخ د پوهانو د زدهکړو یوه موقع وګرځي. د تاریخ اونۍ هرکال د جنوري په لومړۍ اونۍ کې د دوه نامتو افغان تاریخ پوهانو ډاکټر محمد حسن کاکړ او ملا فیض محمد کاتب هزاره په یاد چې د جنوري په لومړيو کې وفات شوي، جوړيږي.
کاکړ تاریخ پوه او د پوهنتون استاد د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۵ مه په امریکا کې وفات شو، او فیض محمد کاتب یو پیژندل شوی افغان تاریخلیکوال د ۱۹۳۱ کال د جنوري په ۶ مه په کابل کې ومړ.
دغه اونیز پروګرام به په لاندې موخو راڅرخېږي چې بحثونه، ویناوې، کتنې، سفرونه ، خپرونې او نور اړوند فعالیتونه به پکې شامل وي:
د تاریخ اونۍ ۲۰۲۱ کلنی پروګرام او ولې تاریخ؟
سږ کال د «تاریخ اونۍ» دویم پړاو دی چې په دغه اصلي پوښتنه پیل کېږي: ولې تاریخ مهم دی؟
تاریخ هغه اړیکې روښانه کوي چې ټولنه له تېر سره تړي. د تېرو تمدنونو، سیستمونو، ایډیالوژیو، کلتورونو او هغو لارو چې له مخې یې دوی رامنځته شوي، روښانه کوي او د دې ترڅنګ د اوسني حالت په اړه درسونه او د راتلونکي په اړه ممکنه حالات بیانوي.
دا اونیز پروګرام چې په متعددو بحثونو، تاریخي سیمو ته په سفرونو، او لمانځنو راټول دی، د انسان څېړنیزې موسسې له لوري وړاندې شوی دی چې سږ کلنی پروګرام به د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغانستان ملي موزیم، د افغانستان د مطالعاتو امریکايي انسټیټوت، او د کاکړ تاریخ بنسټ په همکارۍ دایریږي. په ورته وخت کې په یاد پروګرام کې متعدد ویناوال چې د نړۍ له ګڼو پوهنتونونو څخه د تاریخ او ټولنیزو علومو متخصصین دي، هم برخه اخلي.
دا پروګرامونه او غونډې د انسان څېړنیزې موسسې او اړوند ادارو پر ټولنیزو پاڼو سربېره د انسان انسټیټوت پر ویبپاڼې، او د تاریخ اونۍ لپاره په ځانګړې او اختصاصي ویبسایټ هم کتلی شئ.
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.