د انسان نیوز ډېسک د پای په اړه د «انسان» یادښت
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
د تاریخ اونۍ ۲۰۲۱ په اختتامیه مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني برخه واخیسته. دا پروګرام کلنی چې د جنوري په ۴مه پيل شوی و، د پای مجلس یې په چهارشنبه د جنوري په ۱۳مه د ارګ په چهارچار ماڼۍ کې ترسره شو.
په مراسمو کې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمن رولا غني، د چارو ادارې لوی رییس فضلمحمود فضلي، د ولسمشر د دفتر رییس شاکر کارګر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر، د یاد وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیواي شرق، مالي، اداري او ګرځندوی معینه سیده مژګان مصطفوي، د لوړو زدهکړو وزیر ډاکتر عباس بصیر، د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین داکتر سردار محمد رحیمي، د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین داکتر امینالدین مظفري، د کابل پوهنتون رییس، د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس او استادانو او د ننګرهار پوهنتون استادانو، د ولسمشر فرهنګي مشاورینو او خپلواکو څېړونکو او استادانو برخه اخیستې وه.
په ورته وخت کې په آنلاین ډول د تاریخ اونۍ په لړ کې په بحثونو کې شاملو څېړونکو، پوهانو او متخصصینو هم برخه لرله. په غونډه کې د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني د اوږدو او هر اړخیزو خبرو برسېره، د چارو د ادارې لوی رییس، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د انسان څېړنیزې موسسې رییس، او د افغانستان د مطالعاتو امریکايي انسټیټوټ د کابل د څانګې رییس خبرې وکړې.
د تاریخ اونۍ دا کلنۍ پروګرام چې دویم پړاو یې په ۲۰۲۱ کې ترسره شو، د «انسان» له لوري دایر شو چې د اوو حضوري او انلاین بحثونو په ګډون د تاریخ له درېیو سیمو (د کابل ملي موزیم، ملي ارشیف او د امیر عبدالرحمان خان له مقبرې) څخه لیدنه وشوه چې په کې ګډونوالو ته د یادو برخو د متخصصینو له لوري مالومات وړاندې شول.
د تاریخ اونۍ ۲۰۲۱ کلنی پروګرام چې په کې لسګونو کسانو حضوري او سلګونو په کې په انلاین توګه برخه اخیستې وه، د نړیوالو پوهنتونونو متعددو متخصصینو او پوهانو په کې ویناوې وکړې چې انسان انسټیټوت په خپل وار د ټولو د حضور مننه او درناوی کوي.
په ورته حال کې انسان انسټیټوت د خپلو همکارو بنسټونو چې د تاریخ اونۍ په دې کلني پروګرام کې یې مرسته وکړه هم منندوی دی او په خپل وار د کاکړ تاریخ بنسټ او په ځانګړي ډول آغلې خوږې کاکړ، د افغانستان مطالعاتو امریکايي انسټیټوت او په ځانګړي ډول د کابل د څانګې رییس ډاکتر عمر شریفي او د بورډ له غړې ډاکتر دیپالي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له همکارانو او مشرتابه او ښاغلي سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر، او د ملي موزیم، ملي آرشیف او د افغانټور دولتي شرکت له مشرتابه په ځانګړي ډول ښاغلي ایمل جلال درناوی کوي او منندوی یې دي چې د فرصتونو، همکاریو او مرستو له لارې د دې تاریخي نوښت د ترسره کېدو امکان برابر کړ.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چارو ادارې له درنو همکارانو او مشرتابه او د ولسمشر د تشریفاتو له څانګې هم ځانګړې مننه چې په پای غونډه کې یې د ښاغلي ولسمشر حضور یقیني کړ، د افغانستان په روښانفکرانه او فرهنګي تاریخ کې به دا چاره تل لیک وي.
همدا راز په انسان انسټیټوت او اړوند برخو کې د خپلو همکارانو د بېدریغه او بېکچې مرستو هم مننه کوو چې د دوی له همکارۍ او صبر پرته دا ستر پروګرام اجراء کېدل ستونزمن او حتی ناشوني برېښېدل.
په ورته مهال، هوډ څرګندوو چې د تاریخ د مطالعاتو، بیامطالعې او د بدلون لپاره د زمینې د ایجاد دا نوښت به هر کال ترسره کېږي او هڅه به کوو څو د ډېرو پوهانو، نویو افکارو، تازه تحقیقاتو او جدي موضوعاتو په وړاندې کولو او طرحه کولو سره د به تاریخ یو نوی پړاو او د مطالعاتو نوی بهیر پیل شي.
نېکمرغه دې وي د فکر او فرهنګ پالونکي
په درناوي
د انسان څېړنیزې موسسې مشرتابه
کابل – افغانستان
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
د اګست ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په ۲۰۰۳ کې بغداد کې ملګرو ملتونو په مرستندویه ټیم له برید وروسته چې په کې ۲۱ تنه ووژل شول، دا ورځ د انساندوستۍ نړیواله ورځ ونوموله.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د انسان انسټیټوت له عامه اړیکو او رسنیو په څانګه پورې اړه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.