د 'تاریخ اونۍ' که د یو تاریخپوهنیز انقلاب پیلامه

مطلب دا چې د تاریخ اونۍ دا وښوده چې د افغانستان پر علمي وضعیت د ادبیاتو هېژموني یا د ځينو په اصطلاح زموږ د علمي ډسکورس شعرزدګي به ډیر علتونه ولري مګر د عوامو ډیر زیاته علاقه ورسره یو علت نه دی.

تاریخپوهنه یا د انګلیسي اصطلاح هیسټوریوګرافي دوه مفهومونه افاده کوی. لومړی تعبیر یې پر تاریخ پوهېدنه او دویم د تاریخ، تاریخ دی[1]. په افغانستان کې په دودیزه تاریخلیکنه او البته د بشري او ټولنیزو علومو په بحثونو کې تر ننه دا خبره اورېدل کېږي چې تاریخ علم دی که فن. د دې بحث لویه ستونزه په دې کې ده چې دا د تاریخ نه بلکې په هیواد کې د ایپیسټيمولوژیک یا د پوهاند حسن کاکړ په اصطلاح د پوهپوهنیز[2] بحران سیمټوم دی. دا بحران تېر کال د کرونا وبا په جریان کې تر ټولو ډير جوت شو. د علم او انقلاب اصطلاحګانې د یو بل نفې کوونکي دي. په دې مانا چې انقلاب یو سیاسي، نظامي، سریع او بنیادي بدلون دی مګر علم یوه ټولنیزه، ډلیزه، اوږده، تحلیلي او متني پروسه ده چې بدلونونه پکې د فرانسوي مورخ میشل فوکو په اصطلاح ډسکورسونه او د امریکايي فیلسوف توماس کوهن په مفهوم پاراډایمونه[3] دي. البته د علمي انقلاب مفهوم په معاصره علمي ترمینالوژۍ کې یوه دودشوې کلیمه ده او سربېره پر دې د تاریخي دورو او په ځانګړي ډول د اروپا د علمي-فکري تاریخ یوه مهمه دوره هم ده چې د پينځلمسې تر اولسمې پېړۍ طبعیي علومو بدلونونه  په بر کې نیسي[4]. په ورته ډول د تاریخپوهنیز انقلاب مفهوم هم یو ریتوریکي او مبالغوي جنبه نه لري بلکې د علمي انقلاب په ډول یوه اصطلاح ده چې د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي په اروپا کې د تاریخپوهنې شکلي، محتوايي او موضوعي بدلونونو ته اشاره کوي. د یادې ګړنې یو مشهود مثال د سویډني تاریخپوه رولف تورشتیندال تاریخپوهنیز انقلاب[5] او د مشهور کلتورمورخ پیټر بورک د فرانسوي تاریخي (تاریخپوهنیز) انقلاب: انالیس مکتب په اړه څېړنه ده.[6]

د تاریخ اونۍ دویم کلنی پروګرام چې د انسان څېړنیز بنسټ په نوښت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ملي موزیم، افغانستان مطالعاتو امریکايي انسټیټوت، کاکړ تاریخ بنسټ په همکارۍ د یو لړ لکچرونو او تاریخي بحثونو په اړه د روان کال د جنورۍ له څلورمې راپیل شوې وه او یوه هفته یې دوام وکړ په خپل ډول کې  له لویو لاسته راوړنو ډکه وه. هېره دې نه وي چې د تاریخ اونۍ تېر کال هم په یاده نېټه لمانځل شوې وه ولې کیفیت او کمیت یې له سږنۍ تاریخ اونۍ سره برابر نه وه. د تاریخ اونۍ که په یو بل هیواد کې تر سره شوې وای نو د یو عادي علمي سیمنارونو او بحثونو لړۍ به وه. که دا اونۍ یا دې ته ورته پروګرام په اروپا یا بل کوم ځای کې هم د افغانستان د تاریخ په اړه جوړ شوی وای نو هم دومره ارزښتمن به نه وه. څه شی چې موږ په دې وادار کوي چې د سږني کال د تاریخ اونۍ د یو افغاني تاریخپوهنیز (هستوریوګرافیک) انقلاب پیلامه او له لومړیو پلونو وبولو هغه دا وه چې یاده اونۍ په افغانستان کې د افغانانو په نوښت او همت او د افغانستان د تاریخ په اړه وه. د افغانستان د تاریخ په اړه پخوا هم ډیر سیمنارونه هم په هیواد کې دننه او هم له هیواده بهر ترسره شوي دي مګر څه شی چې د تاریخ دا اونۍ د افغاني تاریخپوهنیز انقلاب د پیل زیری کوي هغه نه یواځې د تاریخ اونۍ په خپل ډول او محتوا کې وه بلکې د تاریخ اونۍ بحثونو ته د افغان اورېدونکو او مینه والو غبرګون هم و. ځيني لوستونکو سره ممکن دا فکر راپیدا شي چې د علمي ـ تاریخي بحثونو اورېدل او لیدل د تاریخپوهنیز انقلاب لپاره دلیل نه شي کیدای. د دغه ممکنه نقد په ځواب کې باید وویل شي چې علم په علمي معیار او کنډه باندې بلکل د اورېدونکو له تعداده مبرا دی. مګر د علم تاریخ د علم د ګډونوالو و مینوالو او د علم د چاپیریال تاریخ هم دی او دا ځکه چې تاریخپوهنه او بل هر علم یو فردي او شخصي کړنه نه ده. سويډنی مورخ او څېړونکی سوانتی نورډین په خپل مغتنم اثر د فلسفې تاریخ کې لیکي چې د فلسفې تاریخ پینځه شیان تشکیلوي: مفهومونه، شخصیتونه (فیلسوفان)، (فلسفي) متون، (علمي) بنسټونه او کلتوري، ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي اوضاع ده.[7] په بل عبارت د علم تاریخ یواځې د هغه علم نه بلکې د علم د کانټکسټ یا سیاق تاریخ هم دي. دا یادونه لازمه ده چې تاریخپوهنه تر ډيره یو متني مضمون دی مګر په دې لیکنه کې هستوریوګرافۍ منظور د متونو سربېره  یو پراخ جریان او پروسه هم ده.

لکه مخکې چې اشاره وشوه؛ د تاریخ اونۍ اهمیت د دې په افغاني کانټکسټ کې دی. له کانټکسټه دلته هدف د افغان لیدونکو او چارواکو غبرګون، د افغاني تاریخلیکنې وضعیت په خاصه توګه او په عام ډول د افغانستان علمي اوضاع، د تاریخ د اونۍ تر ډیره انلاین بڼه او په ټوله کې د هیواد شرایط د تاریخ اونۍ د اهمیت یوه برخه ده. البته د تاریخ اونۍ باید په همدې پار د تاریخپوهنیز انقلاب پیلامه وګڼو چې دا د افغاني تاریخپوهنې په چاپیریال کې رامنځ ته شوې ده. یانې موږ باید د انسان بنسټ د تاریخ اونۍ ته د یو نړیوال نه بلکې د افغاني هستیوریوګرافۍ له نقطې نظره وګورو. افغاني تاریخلیکنې په اړه لیکل ځکه ستونځمن دي چې په دې اړه ډیره لږه څېړنه شوې ده. که افغاني تاریخلیکنه د نورو هیوادونو او یا حتی خپله د افغانستان د تاریخي متونو سره د یو نسبت  په نظر کې نیولو سره مقایسه شي نو په ډاډ ویلو شو چې د هیستوریوګرافۍ برخه په کې د هیڅ سره برابره ده. له مقایسې موخه دا ده چې هستوریوګرافیک متون باید د تاریخي څېړنو سره په یو معلوم نسبت کې وي او دا ځکه باید وي چې تاریخ یو تفسیري، تحلیلي او هنرمینوتیکي علم دی. یانې که تاریخ د پېښو درج، تفسیر، تعلیل او تعبیر دی نو تاریخپوهنه د تاریخ د تفسیر شننه او د تعلیل علتونه، انګیزې، ستونزې او زمینې پيدا کول دي. د افغاني تاریخ لیکنې په اړه لکه چې پورته ذکر شو، منسجم، هر اړخیر او لازم بحث نه دی شوی ولې په تیت او پرک ډول په دې اړه ځای ځای یادونه کېږي او بل دا چې د ځينو ځانګړو تاریخي اثرونو او مورخانو په اړه کتابونه چاپ شوي دي. لکه د پټې خزانې په اړه ځيني کتابونه[8] د شاهنامې په اړه لیکنې[9]. یا هم د کاتب هزاره په اړه یو کتاب[10] د لوی استاد نومی اثر چې د حبیبي صاحب په اړه لیکل شوی دی. همدارنګه پر افغانستان در مسیر تاریخ باندې د حسن کاکړ لیکنه او په ورته ډول پر افغانستان در پنج قرن اخیر په اړه د مقالو مجموعه چې غلام محی الدین زرملوال تدوین کړې. همداشان په مخزن د درویزه باندې د تقویم الحق کاکاخیل مقدمه چې کله کله په دویم مخزن هم یادېږي. په انګلیسي ژبه د افغاني هستوریوګرافۍ په اړه ډیره مقالې شته مګر ناکافي دي. یوه نسبتاً ښه او معیاري  څېړنه د افغان تاریخلیکنې په اړه د تاریخپوه نایل ګرین په ۲۸۸ مخونو کې ترتیب کړې د مقالو مجموعه ده چې لیکوال ورسره خپله مغتمنه مقدمه هم ضمیمه کړې ده[11]. پروفیسور ګرین په یاده مقدمه کې وايي چې افغاني تاریخ د ګفتماني جنګ هغه میدان دی چیرته چې مختلف ډلیز هویتونه، ټولنیزې اړیکې، سیاسي اقتدار، اقتصادي ساختارونه او بهرنۍ پالیسي د برلاسۍ لپاره لاس او پښې وهي.[12] البته د دې څېړنې ناکافي والی په دې کې دی چې دا یواځې هغه تاریخلیکنې په بر کې نیسي چې افغانانو لیکلي نه بهرنیانو او د ګاوڼدیو هیوادونو وګړیو. د افغاني تاریخلیکنې تشه دومره ژوره ده چې افغان مورخ جوان شیر راسخ په خپله رساله کې ادعا کوي چې تاریخ مردم افغانستان تا هنوز نانوشته است[13]. ښاغلی راسخ د افغان هیستوریوګرافۍ اوه ځانګړنې په نښه کوي. البته له مشخصاتو د هغه منظور نیمګړتیاوې دي چې دلته یې د تاریخ اونۍ د ارزونې لپاره د یو معیار په توګه نیسو. البته د ښاغلي راسخ اوه ځانګړنې دلته په پنځو کې جمبندي کوو ولې چې اومه و اوله او شپږمه و دویمه ځانګړنې یو مطلب افاده کوي. یادې مشخصې عبارت دي له:

۱: په افغاني تاریخپوهنه کې د معاصرو تیوریو او څېړنو نه شتون او د علمي او څېړنیز نقد فقدان؛

۲: د افغاني تارخلیکنې استعماري میراث یا د ایډوریډ سعید په اصطلاح اورنیټلیسټي بڼه؛

۳: د افغاني تاریخلیکنې دولتي او سیاسي‌والی او همدارنګه له دینه افراطی تفسیر لرل؛

۴: د افغاني تاریخپوهنې د څېړنو د پایلو او ماخذونو قبیلوي او قومي کول؛

۵: د افغاني تاریخلیکنې متشدده جنګي او نظامي انګیزه.

که چیرته د تاریخ اونۍ ټول بحثونه د یادو پينځو معیارونو یا نیمګړیتاوو سره مقایسه شي نو په ډاډ ویلو شو چې د تاریخ اونۍ له یادو نیمګړتیاوو مبرا وه. یانې د تاریخ اونۍ ټولو بحثونو هیڅ سیاسي، استعماري، قومي، دولتي او جنګي صبغه نه لرله او البته د نړۍ او هیواد په کچه مسلکې مورخانو او څېړونکیو په دې اړه بحثونه وکړل او دا هغه څه دي چې د تاریخ اونۍ د تاریخپوهنیز انقلاب پیلامه کوي. البته د تاریخ په اړه پخوا هم ډیر سیمنارونه نیول شوي دي مګر د تاریخپوهنې او تاریخلیکنې په اړه ډیر کم و. بهتره ده چې په دې عرصه کې د ارمانشهر نهاد هڅو ته هم اشاره وشي. مګر د هغو هڅې په دې اړه ډيرې ناکافي وي. زما د معلوماتو له مخې دا په هیواد کې لومړی ځل و چې د افغانستان د تاریخپوهنې په اړه په دومره عالي سطحه چې ریس جمهور، وزیرانو او لوړپوړو دولتي چارواکو په کې برخه واخیسته او همداشان د افغانستان پر تاریخلیکنه پر نړیواله سطحه پوهانو خبرې وکړې. یو مثال د دې پروفیسور توماس بارفیلډ دی چې د افغانستان په تاریخ کې د اوسني جریانونو تر نامه لاندې کنفرانس کې يې ګډون او وینا کړې وه. د تاریخ اونۍ د ښځو له تاریخه تر د هیواد د علمي تاریخ او د تاریخلیکنې د بنسټونو د رامنځ ته کول، د فیض محمد کاتب هزاره او حسن کاکړ تاریخلیکنې پورې موضوعګانې ټاکلې وې. یانې نه یواځې د کانټکسټ او محتوا له مخې بلکې د موضوعګانو ټاکنه هم دا ښيي چې د تاریخ اونۍ په افغانستان کې د تاریخپوهنې د انقلاب د اغاز له برخو څخه ده.

د اکاډمیک اړخ ورهاخوا د تاریخ اونۍ د نويزېږونکې تاریخپوهنیز انقلاب بل پلو د دې ولسيتوب او د عوامو افغانانو ګډون و. تاریخ په هره ټولنه کې مهم وي. هم د نولسمې پېړۍ په مډرنو ټولنو کې او هم په سنتي جامعو کې . په پسامدرنیستو جوامعو کې د تاریخ د بیاراتګ خبره اکثره وخت اورېدل کېږي او دا ډیره د هویت سیاست سره تړلې ده. د نولسمې پېړۍ او د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمايي په اروپايي جوامعو کې تاریخ د ملي دولت او سیاسي اقتدار د تولید، بیا تولید او استحکام یو مهم فکتور و. په پسامدرنیستو ټولنو کې تاریخ د حافظې او هویت سره وتړل شو. مګر د افغانستان په څېر په سنتي جامعه کې تاریخ تل د ټولنیز نظام (سوشل اورډر) د ساتلو او د قبیلوي و قریوي ژوند د دوام یو له مهمو بنیادونو څخه و. مشهور افغانستان پوه لویس دوپري ۴۵ کاله مخکې په خپله مقاله کې لیکلي و چې د افغانستان په څېر قبیلوي ټولنه کې ولسي سندرغاړي او کیسه ویونکي (چې په شفاهي ـ نالوستي کلتورونو کې د مورخانو رول لري) به هیڅ کله خپله ټولنه نقد نه کړي بلکې له خپلې ډلې نه بهر خلک نقدوي ترڅو د دوی ګروپ (قوم یا قبیله) کې د خپلوۍ احساس پياوړي شي. [14] د تاریخ سره د افغانانو د مینې او علاقې ډیر زیات مثالونه شته دي مګر څه چې د تاریخ اونۍ وښودل هغه دا و چې ځوان افغان نسل د تنقیدي تاریخ او د تاریخ د تاریخ سره هم مینه لري او غواړي پرې پوه شي. د دې ادعا یو لاسوندی د تاریخ اونۍ د بحثونو د لیدونکو تعداد دی. د تاریخ اونۍ بحثونو له دوه زرو تر نهه زرو پورې لیدونکې درلودل. دا کاملاً  یوه انقلابي ارقام دي. یانې په اوسط ډول د پينځه زره لیدونکیو او اورېدونکیو د افغانستان د تاریخ نقد او نیمګړتیاو ته غوږ نیول واقعاً د یو تاریخپوهنیز انقلاب پیل دی. په ورته ډول د یادو لیدونکو شمېر هغه نقد هم غلط ثابت کړ چې عوام افغانان په ټولنیزو او بشري علومو کې یواځې ادبیاتو او هغه هم شعري و داستاني ادبیاتو ته ارزښت ورکوي. مطلب دا چې د تاریخ اونۍ دا وښوده چې د افغانستان پر علمي وضعیت د ادبیاتو هېژموني یا د ځينو په اصطلاح زموږ د علمي ډسکورس شعرزدګي به ډیر علتونه ولري مګر د عوامو ډیر زیاته علاقه ورسره یو علت نه دی. په بل عبارت موږ د معاصرو بشري او ټولنپوهنیزو علومو ډیر لوستونکي او علاقمندان شته دی مګر څه چې نشته هغه د یادو علومو د مسلکي او معیاري کتابونو او بحثونو شتون دی. دې ارقامو دا هم وښوده چې باید په دې اړه لا ډیرې هڅې وشي او د تاریخ اونۍ تر څنګ باید د فلسفې، ټولنپوهنې، ارواپوهنې، ادبپوهنې، ژبپوهنې، دینپوهنې، بشرپوهنې، سیاستپوهنې او قومپوهنې اونۍ او پروګرامونه هم دایر شي.

 پایله

د پایلې په توګه باید ووایو چې د تاریخ اونۍ یوه بریالۍ تجربه او په افغانستان کې د تاریخپوهنیز انقلاب د پیل یوه مشهوده نښه وه. البته دا د هغه نوي جریان برخه ده چې پکې افغانستان کې بشري و ټولنیز علوم عصري بڼه غوره کوي او زاړه ساختارونه او نظرونه تر شا پرېږدي. ټولنیز او بشري علوم په هیواد کې د نوي نسل په عصري زده کړو له سمبالېدو سره د کاملاً نوو او معاصرو شرایطو سره د ځان غاړه کولو په درشل کې دي. په دې لاره کې ډیرې سیاسي، ساختاري، اقتصادي او کلتوري ستونزې هم شته مګر د دې مشکلاتو باوجود داسې د هیلو غوټۍ هم شته چې په نژدې راتلونکي کې به ګل شي. تاریخپوهنه شاید د بشري او ټولنپوهنیزو علومو لپاره سرلاری شي چې د ادبیاتو له سیوري راوزي او د سنتي‌والی و غیرمعیاریتوب کړۍ ماتوي. انسان بنسټ په خپلو کمو امکاناتو سره وښوده چې د څومره لویو صلاحیتونو جوګه دی. د بنسټ د غړو د هلو ځلو سربېره د دې لامل هم ممکن دا وي چې ځوان انسان بنسټ د پخوانیو علمي نهادونو پر څېر د ورستو او تاریختېره ساختارونو سره لاس او ګریوان نه دی. زه د تاریخپوهنیز انقلاب پيلامې ته خوشبین او دې ته خوشباوره یم چې د باورتو د سکروټو تر منځ افغانانو په خپل ماضي د پوهېدو له لارې د خپل راتلونکي او حال د بهترولو حوصلې نه دې بایللي.

 

[1] Vaan. Richard. Historiography. Encyclopedia Britannica. October 27, 2020. https://www.britannica.com/topic/historiography . January 17, 2021

[2] کاکړ، حسن.(ژباړه) د پوهنې فلسفي بنسټونه. جرمني: د افغانستان کلتوري ودې ټولنه. ۱۳۸۱

[3] Kuhn, Thomas. The Structure of the Scientific Revolutions. 1962

[4] M. Príncipe, Lawrence. Kort om den vetenskapliga revolutionen. Fri tanke. 2017

[5] Torstendahl, Rolf. Den historiografiska revolutionen 1960–1990. Lund: Studentlitteratur. 2017.

[6] Burke, Peter. The French Historical Revolution: The Annales School 1929-89. Cambridge: Polity Press.2007.

[7] Nordin, Svante. Filosofins Historia: Den västerländska förnuftets äventyr från Thales till Postmodernismen. (uppl4). Lund: Studentlitteratur. 2017. S.16

[8] پټه خزانه فی المیزان د قلندر مومند. تول پارسنګ د همېش خلیل اثر. د پټې خزانې میزان رښتیا میزان دی د اصف صمیم او زرین انځور ګډ کتاب او د معصوم هوتک پوخ کاڼي په نوم څېړنه یادولی شو.

[9] حبیبی، عبدالحی. کشف شهنامه قبل از دوره مغل.کندهار: رشاد خپرندویه ټولنه ۱۳۸۲(۱۳۶۲)

[10] پدر تاریخ نګاري افغانستان. د کاتب هزاره د یادغونډې د مقالو ټولګه

[11] Green, Nile. (red) Afghan History Through Afghan Eyes. Oxford. 2016.

[12] Ibid. S,2.

[13] https://www.academia.edu/راسخ، جوانشیر. تاریخ مردم افغانستان تا هنوز نانوشته است.

۱۷/۰۱/۲۰۲۱

[14] Dupree, Luis. The First Anglo-Afghan War and the British Retreat of 1842: The Functions of History

and Folklore.: Istituto Italiano per l'Africa e l'Oriente (IsIAO).  http://www.jstor.org/stable/29756327 (17-01-2021) p. 505


په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ