په ملي فرهنګ کې د اوزبیکانو ځای
د افغانستان د تاریخ، دولت، فرهنګ، او سیاست په تړاو د اوزبیک صاحبنظرانو افکار او نظریات څه دي.
د افغانستان په تړاو په نژدې اکثریت څېړنو او تحلیلونو کې چې د افغان لیکوالو یا بهرنیو څېړنکو له لوري شوي دي، یا خو اوزبیکان له نظره غورځول شوي او یا یې په اړه ډېر سطحي او کلیشهيي قضاوتونه شوي.
د اوزبیکانو د ژوند، عادتونو، برخورد، عرف، سنتونو، او په ټوله کې د فرهنګ په اړه پراخې څېړنې چې وکولای شي رایجې کلیشې تر پوښتنې لاندې راولي، لا هم نشته. مګر په مقابل کې د افغانستان په تړاو په کلاسیک تاریخ او متنونو کې چې معمولاً د بهرنیو څېړونکو له لوري لیکل شوي، اوزبیکان «خشن» ... پېژندل شوي دي؛ آیا اوس په دې آګاهۍ اعتماد کېدای شي؟ مګر په معاصر او ډېرو وروستیو تحلیلونو کې چې د کورنیو جګړو پر مهال اوزبیکان د یو قومي هویت په توګه مطرح شول، دې تفسیر او تعریف بل لوری واخیست او په سیاسي معادله کې د اوزبیکانو ځای بدل شو.
وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده. په خوړو، جامو او د ژوند اړوند په نژدې اکثریت برخو کې د اوزبیکانو د فرهنګ او ژوند برخې شته. اصلاً که داسې طرح کړو چې د افغانستان په ملي فرهنګ کې د اوزبیکانو سهم او ځای څنګه طرح کولای شو یا په دې مانا ملي فرهنګ څومره د اوزبیکانو له ونډې ډک دی؟
«انسان» دا اونۍ د افغانستان په ملي فرهنګ کې د اوزبیکانو د ځای او ونډې په تړاو د دوی له لوري د یو ځانګړي بحث زمینه برابروي چې وکولای شي د افغانستان د تاریخ، دولت، فرهنګ، او سیاست په تړاو د هغوی په فکر او نظر خبرې وشي.
ټاکل شوې چې یادې ټولې خبرې او ویناوې د اوزبیک لیکوالو، فرهنګي فعالینو، څېړونکو او مبصرینو له لوري طرح شي او په څنګ کې یې د پراخ بحث په موخه داسې یو لوری وټاکل شي چې د راتلونکو بحثونو او فکري تعامل لپاره زمینه تعریف او تفسیر کړي.
د افغانستان د تاریخ، دولت، فرهنګ، او سیاست په تړاو د اوزبیک صاحبنظرانو افکار او نظریات څه دي.
د بحث چلوونکی:
اېمل جلال
د انسان انسټیټوت غړی او د فرهنګي مطالعاتو د پروګرام څارونکی
ویناوال:
محمد عالم کوهکن
اوزبیک لیکوال او ژورنالیست
اسدالله ندیم
سیاسي مبصر او فعال
محترم حمیدالله تاداش
د کابل پوهنتون د اوزبیکي ادبیاتو استاد
محترم سید مجیبالله توران
ژورنالیست او مدني فعال
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.