په امنیتي سکتور کې د پالیسي لومړیتوبونه – د کورنیو چارو وزارت

د بحث ګډونوال د «انسان» کورني څېړونکي او متخصصین، پالیسي شنونکي، ژورنالیستان او لیکوالان وو.

«انسان» انسټیټوټ د افغانستان د حکومت د پالیسي لومړیتوبونو د بحث د یوې نوې لړۍ په سر کې د امنیتي سکتور، په اختصاصي ډول د کورنیو چارو وزارت اړوند پر پالیسي کارونو او لومړیتوبونو په اړه د متخصصینو ترمنځ خبرې او بحث وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیالې حسنا جلیل ټول هغه اوږدمهالي او منځ‌مهالي ریفورمونه توضیح کړل چې د کورنیو چارو وزارت به یې ترسره کوي. تر دې دمه په ترسره شویو پالیسي جوړونکو بدلونونو هر اړخیز تمرکز وشو چې د خدماتو او د فساد د مخنیوي په برخه کې یې اغېزه درلوده.

د بحث ګډونوال د «انسان» کورني څېړونکي او متخصصین، پالیسي شنونکي، ژورنالیستان او لیکوالان وو.

د دې بحث او خبرو بشپړه بڼه د «پالیسۍ لنډیز» په توګه خپریږي او ویډیويي بڼه به یې هم ډېر ژر نشر ته وسپارل شي.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ