په افغانستان کې کرونا؛ د عامې روغتیا وزارت د سروې ارزونه
د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال د عامې روغتیا چارواکو وویل چې نژدې لس میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي دي.
تازه د عامې روغتیا وزارت له لوري د کوېډ-۱۹ یا نوي کروناویروس د خپرېدو او مړینې د کچې مالومولو لپاره ملي سروې ترسره شوه چې په کې ۵۱۷۷ کورنیو سره مرکې وشوې او په سروې کې د شاملو کسانو شمېر ۹۵۱۴ تنه ښودل شوی دی چې ۵۳.۹٪ سنله یې نارینه او ۴۶.۱٪ سلنه یې مېرمنې جوړوي.
د دې سروې د پایلو په اساس پر کوېډ-۱۹ یا نوي کروناویروس د اخته کسانو سلنه په ښارونو کې ۷۲.۹٪ سلنه او په کلیو او بانډو کې ۲۷٪ سلنه ښودل شوې ده. دا سروې ښيي چې پر کروناویروس د اخته کسانو منځنۍ سن ۲۷ کاله دی.
د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال د عامې روغتیا چارواکو وویل چې نژدې لس میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي دي.
دا تر کروناویروس خپرېدو وروسته لومړنۍ ملي او هراړخیزه سروې ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د یو شمېر نړیوالو صحي او څارونکو بنسټونو په لارښونه او د دوی په همکارۍ تطبیق کېږي.
«انسان» غواړي د دې سروې په زمینه کې په افغانستان کې د کروناویروس په پراختیا او په یو شمېر سیمو کې د زیاتې خپرېدا پر فرهنګي، ټولنیزو او روغتیايي عواملو خبرې وکړي او دا روښانه کړي چې کلتور او ټولنیزو عرفونو د کوېډ-۱۹ په خپرېدا او د مړینې په کچه کې څومره اغېزه درلوده.
ځای: دارالامان واټ، د کاتب پوهنتون کوڅه، د کاتب پوهنتون د تحقیقاتو مرکز ترڅنګ
د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال د عامې روغتیا چارواکو وویل چې نژدې لس میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي دي.
ویناوال:
ډاکتر عطاالله سعیدزی
د عامې روغتیا وزارت د څارنې، ارزونې او روغتیايي مالوماتي سیستم عمومي رییس او د سروې مشر څېړونکی
ډاکتر محمد جمالالدین احدي
د عامې روغتیا وزارت د سروېلانس آمر
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.