د سوات په پښتنو کې د سیاسي مشرتابه ارزونه
د پروفیسور فریدریک بارت د ارزښتمن اثر د پښتو ژباړې د بیاخپراوي په مناسبت
دغه علمي غونډه د پروفیسور فریدریک بارت د مهمې انتروپولوژیکې څېړنې، «د سوات په پښتنو کې سیاسي مشرتوب» د پښتو ژباړې د بیاځلي خپرېدو په مناسبت جوړیږي. په اصل کې دغه څېړنه د کتاب په بڼه په ۱۹۵۹ کې خپره شوه، مګر لا هم د سیاسي انسانپېژندنې په څانګه کې بنسټیز حیثیت لري چې د سوات درې دننه د پیچلو سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو په اړه ژور تحلیل وړاندې کوي.
په دې مجلس کې چې شامل ویناوال او مېلمانه یې پياوړي انسانپېژندونکي، تاریخڅېړونکي، او لیکوالان دي، د کتاب په محتوا، میتودلوژۍ، او د بارت د مطالعې په ګڼو اړخونو به بحث او خبرې وکړي. د بحث اصلي موضوعات به د سنتي یا عرفي مشرتابه میکانیزمونه، په سیاسي پرېکړو کې د نسب، خپلوۍ، او قبایلي تړاو ونډه، اقتصادي مناسبات او د ځمکې مالکیت، او د سوات د پښتنو په منځ کې په برابرۍ، سلسلهمراتبو، او نورو خپلمنځي مناسباتو باندې راڅرخي.
ویناوال به په دې هم وغږیږي چې پښتنو لوستونکو ته د جدي علمي منابعو لاسرسی د حکومتولی، مشرتابه، او ټولنیز سازمان په پېژندنه او سپړنه کې څومره ممد واقع کېدلای شي. په اوس وخت کې د بارت د تحلیل له ارزونې څخه د غونډې یوه موخه دا هم ده چې په افغان جغرافیه کې موجودو سیاسي ګواښونو ته د حل لپاره د سنتي یا عرفي مشرتابه له موډلونو څخه ګټه اخیستل کېدلای شي.
په دې مجلس کې د اشتراک لپاره زموږ د زوم ادرس وکاروئ او ځانونه راجستر کړئ.
مجلس به هممهاله زموږ له فیسبوک پاڼې هم خپریږي، کولای شئ سملاسي یې هلته هم لیدونکي اوسئ.
د پروفیسور فریدریک بارت د ارزښتمن اثر د پښتو ژباړې د بیاخپراوي په مناسبت
ویناوال:
ډاکتر عثمان خان
ډاکتر عثمان په چین کې د سن یاتسین پوهنتون د ټولنپوهنې او بشرپېژندنې له څانګې دوکتورا کړې او اوس د چین، شیان نړیوالو مطالعاتو پوهنتون، د شرقي او افریقايي مطالعاتو په څانګه کې مافوق دوکتورا ترسره کوي.
ډاکتر عمر شریفي
ډاکتر شریفي له بوسټن پوهنتون څخه په بشرپېژندنه کې دکتورا کړې. هغه اوس د هیمفري عامه اړیکو په مرکز کې څېړونکی، د افغان امریکايي پوهنتون استاد، او د افغانستان د مطالعاتو امریکايي انسټیټوت د کابل د برخې مشر او ارشد څېړونکی دی.
ډاکتر زاهد علي شاه
ډاکتر زاهد علي د جاپان په هیروشیما پوهنتون کې د نړیوالې سولې په برخه کې د دکتورا کاندید دی. هغه تر دې وړاندې د پښتونخوا د تیمورګړې د عالي تحصیلاتو په کالج کې د ټولنپوهنې استاد و. هغه هم همدا راز د اسلامیک ریلیف پاکستان ارشد څېړونکی او په قاید اعظم پوهنتون کې مېلمه ښوونکی پاتې شوی.
قسیم ځیر
ښاغلي ځیر د سویډن له سوډیرټون پوهنتون څخه په فکري تاریخ کې ماسټري کړې او تر هغه وړاندې یې په سټاکهلم پوهنتون کې تاریخ لوستی دی. هغه لیکوال او د تاریخ څېړونکی دی.
کوربه:
حفیظ همیم
لیکوال ، ژورنالیست او څېړونکی
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.