د افغانستان حکومت د حمل په ۸مه یوویشت کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ. د دې پلاوي مشر د ملي امنیت پخوانی عمومي رییس معصوم ستانکزی ټاکل شوی دی. په دې پلاوي کې حکومت غړي، د مدني ټولنې استازي، د ګوندونو غړي او څلور ښځې شاملې دي. 

دوی ټاکل شوې د خپل عملي کار له پيل وړاندې په خپلو کې سره وغږیږي او د افغانستان حکومت هم رسماً له خپل اړخ څخه د بحث اجنډاء مطرح او له ټاکل شوي پلاوي سره د کار د میکانیزم او د یو شمېر مهمو لارښونو په موخه  وګوري.

«انسان» غواړي د سولې د خبرو پر اجنډاء او د پلاوي ترمنځ د ارزښتونو او میکانیزم پر څرنګوالي بحثونه جوړ کړي او د پلاوي د غړیو، د «انسان» د څېړنیزې ډلې او متخصصینو، او د سولې د برخې د فعالینو ترمنځ د خبرو اترو سلسله رامنځته شي.

په لومړني بحث کې د سولې د پلاوي د غړې، د سولې عالي شورا مرستیالې او د بامیانو د پخوانۍ والۍ مېرمن حبیبه سرابي سره پر همدې موضوع خبرې اترې کېږي.

 



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ