د افغانستان نوي جیوپولیتیک
کوېډ-۱۹، سوله او نړیواله او سیمهییزه همکاري
له طالبانو سره سوله یو ستر سیمهییز تحرک دی چې وروسته له نژدې شلو کلونو پيل شوی. د افغانستان پر سر په دې نوي سیمهییز او نړیوال خوځښت کې د افغانستان مشرتابه د هېواد د راتلونکي په اړه څه پرېکړې کوي او د سولې روان بهیر د افغانستان سیاسي موقعیت څنګه بدل کړی دی. د امریکا متحده ایالتونو په ګډون اروپايي ټولنه، اسلامي نړۍ، د افغانستان ګاونډي هېوادونه، منځنۍ آسیا، روسیه او چین ټول په یو ډول نه یو ډول د افغانستان د سولې په روان بهیر کې ور ګډ دي. د افغانستان د سولې دا ستر لوبغاړي د افغانستان پر راتلونکي او اوسني وضعیت څنګه متقابل تفاهم ته رسیږي.
له بله پلوه د روان میلادي کال له پيله د کروناویروس بېساري نړیوال انتشار دولتونه له یو غیر مترقبه وضعیت سره مخامخ کړل. د افغانستان په څېر په غریبو هېوادونو کې چې د فقر تر څنګ کمزوري او فاسده حکومتداري یې هم په برخه ده، څنګه له دې ویروس سره مقابله کوي او د دې ویروس بېسارې پراختیا د افغانستان په جیوپولوټیک څه اغېزې لرلې.
د سولې، کروناویروس او د افغانستان د باثباته راتلونکي پر سر سیمهییزه او نړیواله اجماع څه مانا لري؟ او د دې اجماع په محوریت کې د افغانسنتان راتلونکی څنګه پیشبیني کېږي؟ د افغانستان نوی جیوپولټیک څنګه د مطالعې وړ دی او څومره د هېواد د نویو واقعیتونو سره همغږي ممکنه ده؟
د «انسان» په دې بحث کې د افغانستان په جیوپولوټیک اغېزمن عوامل څېړو
کوېډ-۱۹، سوله او نړیواله او سیمهییزه همکاري
غوث جانباز
په مسکو کې افغان ډيپلوماټ
د منځنۍ آسیا، روسیې او افغانستان د چارو څېړونکی او متخصص
مشتاق رحیم
د سولې او شخړو د مطالعاتو متخصص او څېړونکی
زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ
د انسان نورې ویبپاڼې
کاپي رایټ © ۲۰۲۴- ټول حقوق خوندي دي.