آیا د افغانستان د ښوونې او روزنې سیستم آزادي‌بښوونکی دی؟

په دې بحث کې د افغانستان ښوونیز او روزنیز نظام له انتقادي نظریې، د نجونو او د نصاب پر څرنګوالي اختصاصي تمرکز او د پوهنیز سیستم لپاره د اړتیا وړ کادر پر اهمیت او ارزښت بحث او خبرې کېږي.

تازه په دې وروستیو کې د افغانستان د معارف پر اصلاحي پروګرام د حکومت له لوري کار روان دی. په تېرو اتلسو کلونو کې د نصاب په ګډون په ګڼو برخو کې وخت نا وخت بدلونونه راغلي دي. آیا د ښوونې او روزنې له نظام سره اوسنی یا په ټوله کې زموږ چلند اکاډ‌میک او بنسټیز دی؟

د افغانستان د ښوونیز او روزنیز سیستم لپاره اوږدمهال لیدلوری شته؟ د نجونو زده‌کړه، په لرو پرتو او د جنګ تر اغېزو لاندې سیمو کې د ښوونې او روزنې وضعیت، تعلیمي نصاب، د ښوونکو روزنه، ښوونکی‌محوري، زده‌کوونکی محوري، او که ښوونځی محوري؟ د تعلیمي نظام لپاره کادر او د مخته‌وړن بشري قوه څومره غښتلې او د اړتیا وړ ده؟

د تېرو څلوېښتو کلونو را پدېخوا جنګ جګړو د افغانستان د ښوونې او روزنې نظام تر بلې هرې برخې ډېر تر اغېز لاندې راوستی، هر ایډیالوژیک جریان د خپل ذهني غوښتنې په رڼا کې نصاب تدوین کړی او یاد بنسټ یې په کامل ډول سیاسي کړی دی.

اوس چې له نوي دولت او نظام نژدې دوه لسیزې اوړي، آیا د افغانستان د معارف سیستم غیر سیاسي دی؟

 

په دې بحث کې د افغانستان ښوونیز او روزنیز نظام له انتقادي نظریې، د نجونو او د نصاب پر څرنګوالي اختصاصي تمرکز او د پوهنیز سیستم لپاره د اړتیا وړ کادر پر اهمیت او ارزښت بحث او خبرې کېږي.



په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ