کتاب له دې ځایه ښکته کړئ

انسان‌پېژندنه، اتنوګرافي، پښتانه

د سوات په پښتنو کې سیاسي مشرتوب


لیکوال : فریدریک بارت د چاپ نېټه : اسد ۱۴۰۳


ژباړه: سرمحقق مرستیال نصرالله سوبمن منګل

د فریډریک بارټ «د سوات په پښتنو کې سیاسي مشرتوب» اثر د سوات پښتنو د قبیلوي ژونددود، د پښتني ټولنې د رغوونکو توکو او پېچلو سیاسي جوړښتونو، ټولنیز نظام او سیاسي سازمان او مشرتابه د محرکاتو په تړاو یوه ژوره مطالعه او څیړنه وړاندې کوي. په دې مطالعه کې بارت د سوات ټولنیز سیسټم تشریح او تحلیل کوي او هغه پېچلې غوټې راسپړي چې د پښتنو د ژوند څرنګتیا تعریفوي. د بارت لېوالتیا په پښتنو کې د سیاسي او ټولنیزې مشرتابه د رامنځته کېدو تر شا د پرتو عواملو او میکانیزمونو په را سپړلو کې نغښتې او لوستونکو ته پر دې ټولنه د واکمنو جوړښتونو په تړاو د یوه دقیق درک ورکولو  په لټه کې دی.

دلته د څیړنې اصلي تمرکز په پښتنو کې د سیاسي نظام او قدرت پر ډاینامیکونو دی. لیکوال له سطحي تحلیل وړاندې ځي، ټولنې ته ننوځي او د خپلې مشاهدې، په پښتني جغرافیا کې د ژوند تجربو، د اړیکو د رامنځته کړیو کانالونو او ژورې مطالعې له لارې هڅه کوي، چې د پښتنو جغرافیا، ژوند دود، سیاسي او اجتماعي نظام، د قدرت ستنې، دودیز قبیلوي سلسله مراتب، د قبیلوي نظام محورونه، د ټولنیزې راکړې ورکړې او ژوند دود میکانیزمونه تشریح او وڅیړي او پټ او ناسپړل شوي اړخونه یې را وسپړي.

په دې کتاب کې د ټولنیز رول، قدرت او نفوذ د محورونو پربنسټ ویشبندۍ تشریح کیږي او د سوات په ولسونو کې د ځمکې او کرنې دودیز اقتصادي- سیاسي رول او دغه راز روحانیت، چې په قبیلوي ټولنو، په ځانګړې توګه پښتنو کې د نفوذ او مشرۍ یوه مهمه لاره ده، تر بحث لاندې راځي. دا په پښتني ټولنه کې د مشرۍ او اقتدار د څو اړخیز ماهیت د درک او تشخیص لپاره خورا مهم دي. بارت ښيي چې څه ډول دغه ویشبندۍ د سیاسي رهبرۍ او ټولنیز نفوذ په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې رول لوبوي. لیکوال د ټولنیز هویت او مشرتابه په راټوکېدو کې د نسب او شتمنۍ (خانۍ او ځمکوالۍ) موضوع ته اشاره کوي، چې څنګه د هغو پر اساس افراد د ټولنې د سیاسي او اجتماعي نظام راس ته رسیږي.

سیاست او مشرتابه د بارت د تحقیق اصلي موضوعات دي، ځکه هغه په ډېر دقت د سوات ټولنیز سازماني چوکاټونه او د مشرۍ ډاینامیکونه، چې ددې سیمې د وخت اجتماعي سیسټم تعریف کوي، تجزیه او تحلیل کوي.

په وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د بریټانیايي هند له وېش وروسته چې د سوات د خودمختاره دولت بڼه له منځه لاړه او په سیمه کې نویو سیاستونو او دولتي پالیسیو د ټولنو د رهبرۍ او اجتماعي نظام د مدیریت او مشرۍ لپاره  د بنسټپالنې او افراطي ډلو ملاتړ ته مخه کړه، د پښتنو په ټولنیز او سیاسي نظام، د قدرت په دودیزو محورونو او اقتصادي او اجتماعي سیسټمونو کې ژور تغییرات راغلل. دې تغییراتو د سوات په شمول، چې سیاسي او اجتماعي نظام یې د شاوخوا قبیلوي ټولنو په پرتله یوڅه مډرن او د تحول په حال کې و، د ډیرو پښتني قبیلوي ټولنو اجتماعي سیسټمونه وځپل او له غوره بدیل پرته د قدرت او مشرتابه ګڼ دودیز محورونه تغییر او یا له منځه لاړل.

ددې لپاره چې په پښتني/افغاني ټولنه کې د سیاسي او اجتماعي نظام څرنګتیا، د مشرۍ هڅوونکي او رامنځته کوونکي عوامل، د ودې پړاوونه او په را وروسته کلونو کې مډرنایز کېدو ته تمایل او د تغییر پر وړاندې مقاومت یا تعامل په ښه توګه درک کړو، او پاشل شوی ټولنیز نظام او فرهنګي ارزښتونه د وخت غوښتنو ته په کتو، بېرته و رغوو، دغه کتاب د پښتني ټولنې د تېر، اوسمهال او راتلونکي د شناخت په تړاو خورا ژور او روښانه تصویر را کولای شي.

«انسان» د دغه کتاب د خپرندوی او یوه اکاډمیک مرکز په توګه په دې باور دی، چې دغه څیړنیز اثر د پښتون فرهنګ او سیاست په تړاو د اکاډمیکو بحثونو لپاره مهم او مرستندوی دی. موږ ویاړو چې دغه کتاب یوځل بیا خپروو او تاسې ته یې وړاندې کوو.

د «انسان» اداره

که لوړ د کتاب د ښکته کولو برخه ستونزه ولري، دغه ځای کلیک کړئ او کتاب ښکته کړئ.

که د کتاب چاپي بڼه پېرئ، نو دا ځای کېکاږئ او د اړوند پتې ته ورشئ



اړوند خپرونې

په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ

زموږ په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ څو له نویو پروګرامونو خبر شئ